يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نړۍ
د امریکا د استخباراتو مشر د ایران یوه جنرال ته خبرداری ورکړی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 11:23

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «سي. آی. اې» رئيس وايي، د ایران جګپوړي جنرال ته یې په یوه استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې په عراق کې د ايران پلوه ځواکونو له خوا د امریکا پر ګټو د هر راز حملې مسؤلیت به د تهران پر غاړه وي. مایک پومپیو وویل، دا لیک یې د دې لپاره واستاوه چې په عراق کې ایراني جنرال قاسم سلیماني یادونه کړې وه چې د ده ځواک ...

 
کیم جونګ له خپلو هغو فابریکو لیدنه کړې چې توغندي جوړوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 08:28

د شمالي کوریا مشر د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د جوړولو له فابریکو لیدنه کړې ده. د شمالي کوریا د رسنیو د راپور له مخې کیم جونګ له دوی مننه کړې چې وروستی ازمویل شوی توغندی یې جوړ کړی و. هغه ویلي چې د ورته لرې واټن ویشتونکو بالسټیکي توغندیو د جوړولو لپاره به ددغه مرکز کارکوونکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. نړیوالو د شمالي کوریا د از ...

 
مک ماسټر: ایران په سیمه کې نفاق او شخړو ته لمن وهي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 08:23

مک ماسټر وایي ایران په سیمه کې د نفاق اچوونې په ماشین بدل شوی دی. د ټرمپ د ملي امنیت سلا کار مک ماسټر په خپل وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې ایران په سیمه کې د هېوادونو، ډلو او مذهبونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او د ملتونو ترمنځ درځ پيدا کوي. هغه ویلي په سیمه کې د شخړو او ترهګریزو کړنو ستر لامل او ملاتړی ایران دی او نړیوال باید دې مسئلې ته م ...

 
د امریکا سنا له دیرشو کلونو وروسته د مالیې سیسټم کې بدلون راووست پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 04:25

د امریکا سنا د یونیم ټریليون ډالرو په ارزښت د مالیې د اصلاحاتو یوه لایحه تصویب کړې ده. دا د ولسمشر ټرمپ لپاره د واک په لومړي کال کې لومړنۍ لویه تقنیني بریا ګڼل کېږي. د مالیې په برخه کې دا لایحه پر کاروبارونو او د ډېرو عوایدو لرونکو اشخاصو باندې د مالیې په کمولو متمرکزه ده، خو نورو ته په متوسطه توګه مالیه کموي. دا لایحه چې د سنا د جمه ...

 
امریکا د شمالي کوریا له وېرې د اټومي خبرداري زنګونه ازمویلي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 11 ليندی 1396 ساعت 06:36

د امریکا په لرې پراته هاوايي ایالت کې د اټومي حملې د خبرداري د سیسټم زنګونه وازمویل شول. دا له شمالي کوریا سره د راکټونو د ازمویلو پر سر د امریکا د سړې جګړې له پیل وروسته لومړی ځل دی چې د اټومي برید د خبرداریو زنګونه وکړنګول شول. د هاوايي ایالت د بېړنیو ...

 
روسیې او مصر د پوځي همکاریو هوکړه کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 10 ليندی 1396 ساعت 06:38

روسیه له مصر سره د هغې پوځي هوکړې د طرحې متن خپور کړی چې په لړ کې به یې دواړه هېوادونه وکولی شي د یو بل له هوايي حریم او پوځي اډو کار واخلي. د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي هوکړې مسوده یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کیږي چې د روسیې دفا ...

 
«ابتدامخکې12345678910وروستهانتها»

JPAGE_CURRENT_OF_TOTAL




مل پاڼې