يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



جمعیت؛ د افغانانو پر وینو د واک سوداګري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 16 غبرګولی 1396 ساعت 03:51

د جميعت مشر پرون په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې جميعت د ملي يووالي حکومت د هوکړې له مخې د حکومت نيمايي ونډه وال دی او له دوی پرته حکومت مانا نه لري. د جمعیت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني وویل چې د ملي امنيت شورا د سلاکار په ګډون دې د امنيتي ادارو مشران ګوښه کړل شي، د کابل وروستۍ پېښې دې وڅېړل شي او د ملي يووالي حکومت هوکړه دې په بشپړ ‌‌ډول پلې شي. رباني وويل، د بلخ والي عطامحمد نور يې د دې دريځ ملاتړ کوي او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم، چې د جميعت په ملاتړ اجرائيه رياست ته رسيدلی، ښايي د دوی ننګه وکړي.

د ملي وحدت حکومت د نړۍ په عجایبو کې راځي، ځکه هغوی چې حکومت یې په لاس کې دی، د حکومت پر ضد دریځ نیسي، لاریونونه کوي، لارې بندوي، د جګړې ګواښونه کوي، د نورو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او پر حکومت نیوکې کوي. عجیبه ده، د یو هېواد د بهرنیو چارو وزیر د همغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د رییس او د ملي امنیت د سلاکار د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. دا رښتیا هم د نړۍ په عجایبو کې راځي. تر ولسمشر وروسته ډېر واک له اجرایوي رییس سره وي، هغه د جمعیت ګوند سړی دی. بهرنیو چارو وزرات تر ګردو وزارتونو مهم دی او مشر یې جمعتی دی، خو د حکومت پر ضد دریځ نیسي! که خبره د ناکامۍ او فساد وي، خو د بهرنیو چارو وزارت خپله د ناکامۍ او فساد یوه روښانه تابلو ده. په کابل کې بریدونه او وحشتونه چې صلاح الدین رباني یې په تړاو د امنیتي برخې د مشرانو د ګوښه کولو خبره کوي، خپله د ناکامه بهرني سیاست پایله ده، نو تر بل هر چا وړاندې باید خپله استعفا وکړي او له افغان ولس څخه بښنه وغواړي.

د ملي وحدت حکومت ناکام دی، د امنیتي ادارو مشران بې کفایته دي او پراخو بدلونو ته اړتیا ده، خو فساد په فساد او بې کفایتي په بې کفایتۍ له منځه نه ځي. جمعیت خپله د بې کفایتۍ او فساد یوه تر ټولو ستره برخه ده، نو څنګه دوی د اصلاح خبره کوي!؟ زموږ د کورنیو چارو وزارت د جمعیت د غړي له خوا رهبري کیږي. د ملي وحدت په حکومت کې مهم کلیدي امنیتي ځایونه د جمعیت مصنوعي جنرالانو له خوا ډک شوي، چې له فساد، غلا او ناکامۍ پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

خلک په وینو کې ډوب دي، د ژوند او ژغورنې لپاره چیغي وهي، خو جمعیت او څو لوېدلي مشران یې اوس هم د واک او څوکۍ خبرې کوي. دوی د خلکو په وینو کې د څوکۍ لپاره ور ګډ شوي. دوی د خلکو د ژغورنې چیغه تحریفوي او د خپلې څوکۍ او واک لپاره یې کاروي. دا رښتیا هم له دغه ولس او هېواد سره جفا ده. که څوک افغان وي، زړه ولري، په انسان یې زړه ودردیږي، له هېواد سره مینه ولري، باید خلک له وینو او وژنو را وباسي؛ د خلکو اوښکې پاکې کړي او که هر څومره تاوان هم وکړي، دا کار باید وکړي. خو جمعیتي مشران د خلکو له وینو، غوښو، هډوکو او ټوټې ټوټې بدن څخه واک ته د رسېدو لپاره کار اخلي.

دا هېواد ژغورنې ته اړتیا لري، خلک باید له وینو و اېستل شي او ددې چارې لپاره دا هېواد باید له فاسدو او ظالمو چارواکو خلاص شي، چې جمعیت ددغه فساد او ظلم تر ګردو ستره برخه ده.

Addthis

 




مل پاڼې