شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



کابلیان؛ د غم، درد او خپګان تابلوګانې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 17 غبرګولی 1396 ساعت 03:32

نن اوومه ورځ ده چې په کابل ښار کې ژوند عادي نه دی. د کابل په لویه برخه کې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی، د ښار له منځه تېرې شوې لارې بندې دي او د ښار په منځ کې لوی بازارونه یا تړلي او يا هم کاروبار په کې په ټپه درېدلی دی. عام خلک هم په بمونو کې وژل کېږي، هم لاریونونه ورته زیان رسوي او هم د سیاستوالو د واک غوښتنې قرباني کېږي. د وروستیو لانجو له امله له دوکانداره نیولې تر ټکسي چلوونکي او عادي کارګر پورې، د ټولو کار او ژوند خراب شوی دی. خلک هره ورځ زیان کوي. دا لانجې به تر کله دوام کوي او څوک به عامو خلکو ته د رسېدونکي زیان مخنیوی کوي؟

د کابل نادرپښتون واټ، د نوي ښار، وزیر اکبرخان، کابل منډوي او د ښار په منځ کې په نورو بازارونو کې هټیوال هره ورځ زیان کوي. له یوه اړخه د دوی هېڅ کار نه کېږي، له بل اړخه پرې د هټۍ کرايه او نور لګښتونه دي. په همدغو هټیوالو پسې به بیا د نړیوال بانک د پخواني مامور اشرف غني د ظالمانه مالیو بېلونه ورځي او هغه به هم ترې اخلي. په داسې یو هېواد او ښار کې به خلک څنګه ژوند کوي او پانګه وال به څنګه پانګونې ته زړه ښه کوي!؟

په ټول ښار کې خلک وېرېدلي، د خلکو په څېرو کې خواشیني، غم او درد ښکاري. خلک مړاوي دي، پر شونډو مسکاوې نشته، د هر سړي څېره د غم، درد، خپګان او ناهیلۍ تابلو ده. خلک، د خلکو ژوند، کاروبار، خوشالي او راتلونکی یو څو کسان یرغمل کړي. له دوی سره لا هم د واک او څوکۍ غم دی، له دوی سره د انسانانو د ټوټه شوو جسدونو غم نشته، له دوی سره د وحشتونو او جنایتونو غم نشته، له دوی سره د دې غم دی چې دوی، ملګري، ګوندیان او د بانډ خلک یې په واک کې وي. دوی رښتیا هم د خلکو په جنازو کې سندرې وايي.

پرون په کابل کې نړیوال کنفرانس و، دغه کنفرانس څومره مهم او ګټور دی او څومره نه دی، دا یو بېل بحث دی، خو موږ باید پرون د افغانستان له اړخه یو واحد او روڼ تصویر ورکړی وای. پرون باید دا تصویر روښانه شوی وای چې موږ د پردۍ جګړې قرباني یو، موږ د پاکستاني استخباراتو او پوځ له خوا له پیل شوې وحشیانه جګړې سره مخ یو، زموږ ښځې، ماشومان او بې ګناه خلک د دې جګړې قرباني دي. موږ باید دا تصویر ورکړی وای چې دښمن ان د روژې په مبارکه میاشت کې د انسانانو په وژلو کې ځنډ نه کوي او هر ډول وحشت ته لاس اچوي.

خو دلته څو د واک لېونیانو او د پردیو مزدورانو هڅه وکړه چې دغه تصویر هم ناسم وړاندې کړي. دوی هڅه وکړه چې وښيي ستونزه د ای اېس ای او نورو ترهګرو نه ده، بلکې ستونزه زموږ او زموږ د امنیتي ادارو ده. دا خلک رښتیا هم په دې ډول له دښمن سره مرسته کوي، د هغوی لپاره کار او فعالیت کوي. دغه حالت باید نور ختم شي، حکومت دې له خپله اړخه بېړني ګامونه واخلي، که نه ولس ګامونه اخلي. دا ولس د واک له لېونیانو په تنګ شوی، دا ولس له زورواکو او ټوپکیانو ستړی شوی، دا ولس له حکومته ناهیلی شوی. دا ولس به ګام اخلي او له دغه ناوړه حالت څخه به ځان او افغانستان ژغوري.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې