شنبه, 28 زمری 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



له خالي خېمو وېرېدلی حکومت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 21 غبرګولی 1396 ساعت 03:49

لسمه ورځ ده چې د کابل ښار لویه برخه تړل شوې ده، د ښار په یوه برخه کې د اعتراض په نامه خېمې وهل شوې او یوه برخه ښار بیا حکومت د خېمه والو له وېرې په کانټینرونو بند کړی دی. د ښار په منځ کې بازارونه بند دي. زرګونه هټۍ او سوداګریز مرکزونه یا یو مخ تړل شوي او یا یې د ستونزو له امله کاروبار په ټپه ولاړ دی. سوداګر او کابل ښاریان هره ورځ زیان کوي. ساعتونه یې په بندو لارو کې تېرېږي او هره ورځ د کاروبار د نشتوالي له امله مالي زیان ویني. حکومت خېمه وال او خېمه وال حکومت ګرم ګڼي او یو پر بل پړه اچوي.

حکومت او خېمه وال دواړه خلکو ته پر عذاب بدل شوي او د خلاصون لپاره چیغي وهي. حکومت وايي چې د خېمه والو پر وړاندې به ګام اخلي او خلک به له عذابه خلاصوي، خو خېمه وال بیا وايي، خلک به د حکومت له عذابه خلاصوي. له دې هر څه سره خلک اوس هم په عذاب کې دي. یوه زرګري جګړه روانه ده، حکومت یوازې خبرې کوي، عمل یې نشته. د دغو کسانو پر ضد د ګام اخیستلو په اړه د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې څلور ورځې وشوې، خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي. دوی نه شي کولی چې دا وړه ستونزه حل کړي. یو څو کسان دي، باید خېمې یې ور ټولې شي او په دې مبارکه روژه کې د خلکو دا ځورونه بنده شي. حکومت نه یوازې د خېمه والو پر ضد کوم ګام نه اخلي، بلکې د لسګونو خېمه والو له وېرې یې تر ځان کانټینرونه تاو کړي دي. ټول ویني چې په خېمو کې د ګوتو په شمېر خلک دي، خو حکومت له خالي خېمو وېرېدلی او ځان په کانټېنرونو ساتي. دوی په دې ډول د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي.

په پارلمان کې هم یوازې خبرې او چیغي دي، څوک ژاړي او څوک زارۍ کوي. له خپل صلاحیت او توان څخه استفاده نه کوي، پر حکومت فشار نه راوړي چې نور خلک له دغه عذابه خلاص کړي. دوی ځیني یې له خېمه والو سره د خلکو پر ضد ولاړ دي او ځیني یې په حکومت کې د امتیازاتو لپاره غږ نه پورته کوي.

سیاستوال، جهادیان، عالمان، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې... هم یوازې خبرې کوي او کوم داسې حرکت نه کوي چې یا خېمه وال اړ کړي چې خېمې ټولې کړي او یا حکومت اړ کړي چې پر ضد یې ګام واخلي. دوی هم له دغه حالته د خپلو سیاسي او شخصي ګټو لپاره کار اخلي او د دغه حالت په دوام کې خپلې ګټې ویني.

ولس بیا په اور او عذاب کې دی، له ځاني زیان وروسته اوس مالي زیانونه ویني. خلکو ته هم په کار ده چې نور دغه حالت ونه زغمي. نور باید ونه ژاړي، بلکې ګام واخلي. پر حکومت باید جدي غږ وکړي چې دغه حالت نور ختم کړي. که د کورنیو چارو وزارت ګام نه اخلي او خپل مسوولیت نه ترسره کوي، نو حکومت دې چارواکي پر کور کښېنوي. که نه خلک به اړ شي چې خپله ګام واخلي. ولس ډېره حوصله وکړه، ډېر زیان یې ولید او ډېر ځورېږي. نور د زغم وخت ختمېږي، حکومت باید خپله دنده ترسره کړي، که نه ولس به بیا له دغه عذابه د خلاصون لپاره ګام واخلي او بیا به د هر ډول ناوړه حالت پړه د حکومت پر غاړه وي.

 

 

 

Addthis

 




مل پاڼې