شنبه, 28 زمری 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



هلمند او ننګرهار؛ یو شان پېښې، خو متفاوت غبرګونونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 22 غبرګولی 1396 ساعت 03:45

وړمه ورځ یوه افغان سرتېري په ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي او درې امریکایان یې  وژلي دي. د امریکايي پوځیانو په ځوابي ډزو کې یاد سرتېری هم وژل شوی دی. په یوه ورته پېښه کې وړمه شپه بهرنیو ځواکونو د هلمند نادعلي ولسوالۍ اړوند ترکو پېچ سيمه کې بهرنیو ځواکونو پر پولیسو هوايي بریدونه کړي چې اته پولیس شهیدان شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. امریکايي ځواکونو برید منلی، تېروتنه یې ګڼلې، بښنه یې غوښتې او د پلټنې کولو خبره یې کړې ده.

پر امریکايي ځواکونو برید غندل شوی، په افغانستان کې پرې حکومت خواشیني ښودلې، سپینې ماڼۍ هم غبرګون ښودلی، رسنۍ هم پرې خبرونه خپروي، د کارپوهانو په نامه خلک اندېښنې څرګندوي چې دا به له افغان ځواکونو سره د امریکا پر مرستو منفي اغېز وکړي. خو پر افغان ځواکونو برید ته بیا غبرګون سوړ دی. چارواکو لومړی دا خبره نه منله چې پر پولیسو دې هوايي برید شوی وي؛ د حکومت یوه ویاند رد کړه چې دغه هوايي برید دی او هغه یې د طالبانو توغندی وباله. کله چې بهرنیو ځواکونو مسوولیت ومانه، نو حکومت هم اړ شو چې ویې مني او د څېړنو خبره وکړي. پر دغو سرتېرو نه حکومت خواشیني څرګنده کړې ده، نه یې غندلې او نه یې هم په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

امریکايي ځواکونو خو یوازې خواشیني څرګنده کړې ده، رسنۍ هم په دې اړه څه نه وايي، ډېر تمرکز یې د امریکايي ځواکونو پر وژنه دی. د پولیسو دې وژنې ته نور غبرګونونه هم ساړه دي، څوک اندېښمن نه دي او څوک دا نه وايي چې دا به د پولیسو پر روحیه څه اغېز وکړي.

د ارګ غبرګون تر پرون ناوخته پورې نه و. پخوا یې هم دې ډول پېښو ته غبرګون نه ښود. چارواکو ډېر وخت هڅه کړې ده چې دا ډول پېښې پټې کړي، تحریف یې کړي او د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. پرون هم داسې هڅه وشوه، خو ناکامه شوه. پخوا هم داسې هڅې شوې دي چې په ځینو کې یې چارواکي بریالي شوي او په ځینو کې شرمېدلي دي.

امریکایانو بیا بیا زموږ پر امنیتي ځواکونو هوايي بریدونه کړي، خو ارګ چې ډېر اړ شوی، یوازې خواشیني یې څرګنده کړې ده، نه یې دغه بریدونه غندلي او نه یې هم د مخنيوي غوښتنه کړې ده. پخوا دې ډول پېښو ته د ارګ غبرګون داسې و، لکه ترافیکي پېښې ته غبرګون او هغه هم ډېر سوړ او بې خونده.

امریکایان خو خپل کار او خپل وحشت کوي، هغوی پخوا هم وحشتونه کړي او له دې وروسته به یې هم کوي، خو موږ باید د خپلو امنیتي ځواکونو وینې ته ارزښت ورکړو او د هغوی ملاتړ وکړو. حکومت باید دغه ډول پېښو ته توند او جدي غبرګون وښيي. که حکومت توند او جدي غبرګون نه ښيي، نه یوازې دغه ډول پېښې به دوام کوي، بلکې زموږ پر سرتېرو به بده اغېزه وکړي. که حکومت توند غبرګون وښيي، امریکایي ځواکونه به هم داسې پېښې تکرار نه کړي او زموږ ځواکونه به هم فکر وکړي چې حکومت ته یې وینه ارزښت لري او دفاع ترې کوي.

 

Addthis

 




مل پاڼې