يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د پاکستان پر وړاندې ناکامه تګلاره تکرارېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 23 غبرګولی 1396 ساعت 03:26

په کابل کې چارواکي له یو اړخه د پاکستان د منزوي کېدو ادعا کوي، له بل اړخه یې د پاکستان پر وړاندې چلند نرم شوی دی. په کابل کې له ټانکربم برید وروسته داسې تمه وه چې حکومت به د پاکستان پر ضد لا توند شي. د افغانانو هیله دا وه چې د کابل پروسې په غونډه او د شانګهای په سرمشریزه کې به ولسمشر د پاکستان پر ضد توندې خبرې وکړي. ان تمه وه چې ولسمشر به په دغو غونډو کې له ترهګرۍ څخه د پاکستان د ملاتړ په تړاو اسناد او شواهد له نړیوالو سره شریک کړي، خو داسې ونه شول؛ ولسمشر د پاکستان په اړه نرمې خبرې وکړې او یوازې دومره یې وویل چې دوی نه پوهېږي پاکستان څه غواړي چې سمه همکاري وکړي. اوس بیا له پاکستان سره پر څلور اړخیزو غونډو موافقه شوې چې پاکستان او امریکا په کې برخه لري.

پوښتنه دا ده چې پاکستان به همکاري وکړي او د افغانستان دغه تګلاره بریالۍ کېدای شي؟

که افغانستان خپلواک بهرنی سیاست لرلای او دغه سیاست د افغانستان د ګټو پر اساس وای، نو پر پاکستان تر دې د زیات فشار اړتیا وه. د کابل له برید وروسته باید افغانستان په نړیواله کچه غږ پورته کړی وای، له نړۍ یې غوښتي وای چې پر پاکستان فشار راوړي، په دې اړه یې اسناد او شواهد وړاندې کړې وای او له پاکستان سره یې هر ډول خبرې او تفاهم بند کړي وای. اوس داسې نه کېږي، بلکې له پاکستان سره چلند نرم شوی او نوې هوکړې ورسره کېږي. له پاکستان سره د ملي یووالي حکومت چلند له بده مرغه لا هم د امریکا د غوښتنو تر سیوري لاندې دی. اصلي خبره دا ده چې امریکا نه غواړي پاکستان تر دې له زیات فشار سره مخ شي، له همدې لامله زموږ چارواکي اړ دي چې د امریکا غوښتنې ومني او پر پاکستان زیات فشار را نه ولي. خبره یوازې د فشار هم نه ده، په داسې وخت کې چې په افغانستان کې پاکستانيص جنایت تر بل هر وخت زیات شوی، زموږ حکومت له پاکستان سره خبرې پیلوي، پاکستاني پلاوی کابل ته راځي او څلور اړخیزې ناکامې غونډې بیا پیلېږي.

په څلور اړخیزو غونډو کې یوازې د افغانستان په سترګو کې خاورې شیندل کېږي. که څه هم په افغانستان کې سوله د چین په ګټه ده او غواړي یې، خو امریکا لا هم په افغانستان کې جګړه د خپلو اهدافو لپاره اړینه ګڼي، له همدې لامله دا غونډې بې پایلې دي. زموږ اصلي ستونزه دا ده چې له امریکا سره مو چلند ناسم دی؛ زموږ چارواکي امریکایانو ته پوره تسلیم شوي، په همدې وجه جګړه ده، وحشت دی او پاکستان په زغرده د وسله والو ملاتړ کوي. د دغه حالت د بدلون لپاره موږ باید له امریکا سره روښانه خبرې وکړو؛ امریکا باید یا د ترهګرو د ملاتړو په څنګ کې ودرېږي او یا د ترهګرو د قربانیانو. اوس امریکا هم له موږ سره د درېدو ادعا کوي او هم د ترهګرو له ملاتړو سره دوستي کوي او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکوي. که موږ امریکا اړه نه کړو او د اړیکو د پرېکون تر بریده پرې فشار را نه ولو، امریکا پر پاکستان فشار نه راولي. تر هغو چې امریکا پر پاکستان فشار را نه ولي، وحشت، جګړه او وژنې به دوام کوي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې