شنبه, 28 زمری 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار شته؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 24 غبرګولی 1396 ساعت 03:49

د افغانستان په اړه د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه لا هم وړاندوینه سخته ده. رسمي چارواکي په دې اړه کمې خبرې کوي. تازه د دې ستراتیژۍ په اړه د امریکا دفاع وزیر څرګندونې کړې دي، خو دا چې د دفاع وزیر نظر به سپینه ماڼۍ ومني او که نه، معلومه نه ده. د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس ويلي چې د امریکا نوې ستراتيژي به یوازي پر جګړه ځپلي افغانستان تمرکز نه کوي، بلکې سيمه ییزه به وي. مټېس ويلي دي چې جغرافیه هم په نظر کې نیول کېږي.

ښکاري چې د افغانستان په تړاو پرېکړه کول د امریکا لپاره سخت کار دی، له همدې لامله د کمپاین پر مهال او له هغه وروسته ټرمپ د افغانستان په اړه ډېر کم څه ویلي دي. ویل کېدل چې تېره میاشت به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره اعلانېږي، خو لا هم سپینه ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي. په دې خبرو کې یوه مسئله ښکاره ده او هغه دا چې پر جګړه به تمرکز کېږي. تر اوسه پورې ویل شوي چې په دې تګلاره کې به پوځیانو ته واک ورکول کېږي، نور پوځیان به افغانستان ته لېږل کېږي، د جګړې په ډګر کې به د امریکايي ځواکونو صلاحیتونه زیاتېږي او هغوی به د ځمکې او هوا له لارې په جګړه کې تر پخوا زیات ښکېلېږي.

د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وشي، خو دا چاره د ټرمپ په نوې تګلاره کې نه ښکاري. ان جیمز مټېس ویلي چې طالبان د افغانستان د سیاسي راتلونکي برخه نه شي کېدای او هغوی باید نابود شي. اوس اوس د مټېس په خبرو کې یو څه چې په افغانستان کې ښايي له هرکلي سره مخ شي، هغه دا دي چې نوموړي ویلي د ترهګرو اصلي ځایونو ته به پام کېږي. هغه په واضح ټکو ویلي: "په نوي پلان کې تمرکز پر سيمه ییزه ستراتيژي دی، نو هغه څه چې موږ به یې کوو، له جغرافيايي حقيقتونو سره تړاو لري چې دښمن له کومه ځایه جګړه کوي او لکه تاسو چې پوهېږئ، يوازې له افغانستانه يې نه کوي." په دې خبرو کې داسې ښکاري چې نوموړی په پاکستان کې د وسله والو خوندي ځایونو ته اشاره کوي او وايي چې پر ضد به یې ګام اخلي. دا هغه څه دي چې کلونه کلونه یې په کابل کې چارواکو غوښتنه کړې ده. د امریکا نوې تګلاره چې لا یې په اړه پوره معلومات نشته، د افغانستان پر راتلونکي اغېز کوي. که امریکا پر سوله او سیاسي جوړجاړي ټینګار وکړي، دا غوره لاره ده. دوی پر پاکستان د فشار له لارې سیاسي حل را ایستلی شي، خو داسې ښکاري چې سیاسي حل د امریکا په ګټه نه دی. پر همدې اساس پر جګړه ټینګار کوي. اوس که سوله نه وي، پر اصلي ځایونو تمرکز هم مهم دی. د افغانستان په کليو او بانډو کې جګړه بې معنا ده او ورسره جګړه اوږدېږي. که د جګړې پر اصلي سرچینې تمرکز وشي، نو ښايي حالت ورسره بدل شي. خو څه چې افغانان یې غواړي پر سیاسي حل تمرکز دی او د افغانستان حکومت باید بیا بیا هڅه وکړي چې امریکا دغه حل ته قانع کړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې