شنبه, 25 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا نوې تګلاره؛ د وینو، وحشت او جګړې نوې نقشه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 04:12

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې څرکونه را ښکاره کېږي. افغانستان ته د ۴۳۰۰ نورو ځواکونو لېږل او پر جګړه ټینګار د دې ستراتیژۍ برخې دي. امریکايي چارواکو پر پاکستان د فشار اشارې هم ورکړې او ویلي یې دي چې نوې تګلاره به یې سیمه ییزه وي.

د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له خبرو ښکاري چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلاره په دغه هېواد کې د امنيت او یا د مخالفینو د ماتې پر ځای له نورو اهدافو سره تړلې ده. امریکايي چارواکي همدا خبرې کوي، د سنا او کانګرس غړي یې تر هغوی لږ جدي دي او پخواني چارواکي خو یې بېخي ښکاره وايي. تازه پخواني امریکایي پوځي چارواکي جنرال ډيوېډ پټریوس ویلي چې افغانستان ته د لا ډېرو سرتېرو اړتیا ده او امریکا اړه ده چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي. هغه ویلي امریکا په افغانستان کې اوږدمهال پلانونه لري او هلته به امریکايي ماموریت ژر پای ته ونه رسېږي. د ده په وینا، ښايي له کلونو دغه ماموریت لسیزو ته واوړي.

د امریکا په نوې پالیسۍ کې په ښکاره د کلونو او ان د لسګونو نورو کلونو جګړې انځور دی. په افغانستان کې به د امریکايي ګټو لپاره جګړه دوام کوي. د نوو امریکايي ځواکونو دنده دا نه ده چې جګړه ختمه کړي، وسله وال مخالفین مات کړي او له افغان ولس سره مرسته وکړي. د نوو امریکايي ځواکونو دنده دا ده چې جګړه وغځوي او ان لسګونه کلونه یې اوږده کړي. څنګه چې امریکايي اډو په افغانستان کې جګړه او وحشت زیات کړل، دغسې به نور ځواکونه هم جګړه او وحشت زیات کړي. امریکا فکر کوي چې د جګړې او وحشت له لارې په افغانستان او سیمه کې خپلو اهدافو ته رسېدلی شي، له همدې امله جګړه لا هم د امریکا انتخاب ده او ټینګار پرې کوي.

دا چاره تر پخوا ځکه خطرناکه ده چې اوس د امریکا پر وړاندې د افغانانو تر څنګ یو سیمه ییز غبرګون هم شته. افغانان تر پخوا ډېر له امریکا کرکه کوي، کړنې او اهداف یې د افغانستان او خپلو ګټو خلاف ګڼي. د سیمې هېوادونه هم غبرګون ښيي. چین د نورو ځواکونو رالېږد اندېښمن کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید د پوځیانو د رالېږلو پر ځای پر سوله ټینګار وکړي. روسیه او نور ملګري خو یې له وړاندې په کمین کې ناست دي او د روسیې هرې کړنې او ګام ته د شک په سترګه ګوري. هغوی ان له طالبانو سره لینونه غځولي دي او اړیکې ورسره پالي.

له بده مرغه هم د وسله والو له اړخه او هم د امریکا د نوې ستراتيژۍ له اړخه موږ د لا زیاتې جګړې او وحشت لور ته روان یو. امریکا دلته د لسګونو کلونو جګړې پلان لري. د ملي وحدت حکومت غلی دی او د امریکا هر ګام ته هرکلی وايي. له امریکا سره دا ډول ړنده مینه افغانستان تباه کوي. چارواکي دې نور له امریکا سره له دې ړندې مینې را ووځي او د افغان لوري د استازو په توګه دې ورسره چلند وکړي. له دې پرته به ولس ګام اخلي او پرې به نه ږدي چې د امریکايي ګټو لپاره د وینو، وحشت او جګړې دا نوې نقشه پلې شي.

Addthis

 




مل پاڼې