يكشنبه, 04 چنګاښ 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ټولکمال ولسمشر حکومتولي کوم لور ته روانه ده؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:31

تر ناامنۍ ورها خوا د حکومتي رهبرانو کمزوری مدیریت او په هر څه کې د قانون خلاف مداخله د دې لامل شوي چې حکومت ناکاره شي. که موږ نا امني او سیاسي ستونزې هېرې کړو، له بده مرغه په حکومت کې کمزوری مدیریت، ناسمه رهبري، فساد، د قانون خلاف کړنې، په هر څه کې د ولسمشر له او ملګرو له خوا یې مداخلې، مایکرو منجمنټ، پېچلي سیستمونه، په دولتي چارو کې شخصي ذوق او نورې ګډوډۍ د دې لامل شوې چې حکومت خلکو ته پر عذاب بدل شي.

همدا اوس ولسمشر د څو کمېټو مشري خپله کوي، اعلي سرقوماندان دی، د اقتصاد د عالي شورا مشر دی او چې په حکومت کې هره شورا او کمېټه جوړېږي، مشري یې خپله کوي. وزارتونه یا سرپرستان اداره کوي او یا هم ولسمشر او سلاکاران یې د وزیرانو او ان د عادي مامورینو په چارو کې مداخله کوي. ولسمشر د ملي تدارکاتو په نوم په ارګ کې یوه کمېټه جوړه کړې ده او خپله یې مشري کوي. دغه کمېټه به ټول قراردادونه ګوري او ارزوي به یې. له دې امله چې کمېټه کوچنۍ ده او هر څه باید خپله ولسمشر وګوري، نو په ټولو وزارتونو کې قراردادونه او چارې له خنډ سره مخ دي. ګڼ قراردادونه د تدارکاتو په کمېټه کې له اوږدې مودې پراته دي او نه خلاصېږي. هغه پروژې چې میاشتې وړاندې یې باید کار پیل شوی وای او ان اوس یې باید کار خلاص شوی وای، له دې امله په ټپه ولاړې دي چې قراردادونه د تدارکاتو په کمېټه کې بند دي. دې کمېټې نه یوازې د پروژو د عملي کېدو چارې په ټپه درولې، بلکې د پراخ فساد بوی هم ترې راځي.

په وزارتونو کې خپلسرۍ او ګډوډۍ دي. ګڼ وزارتونه یا سرپرستان اداره کوي او یا هغه ناقانونه وزیران چې ولسي جرګې ترې د باور رایه اخیستې ده. وزیران په هغو چارو کې خپلواک نه دي چې قانون حق ورکړی، ولسمشر یې خپله په چارو کې مداخله کوي. سلاکاران یې وزیران، مرستیالان، والیان، رییسان او ان عادي مامورین ګواښي او په چارو کې یې مداخله کوي. تر دې بده یې لا دا چې ولسمشر خپله مخامخ قانون تر پښو لاندې کوي او په ادارو کې مامورین ناقانونه کارونو ته اړ باسي. سلاکاران خو یې پر کمېشن کارانو بدل شوي او په اجرایوي چارو کې د فساد، قومي او ژبنیو تړاوونو پر اساس مداخلې کوي.

اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي. ولسمشر چې ځان ورته ټولکمال ښکاري، په هر څه کې مداخله کوي، هر څه باید د ده د خوښې او ذوق پر اساس مخکې ولاړ شي. په همدې وجه ادارې فلجېږي، مامورین د کاري خوندیتوب احساس نه کوي، د پراختیایي پروژو کارونه تر ډېره ولاړ دي او حکومتولي ورځ تر بلې ناکاره کېږي.

ولسمشر او ملګري یې حکومت ته د خپلې شخصي کمپنۍ په سترګه ګوري، قانون ورته مهم نه دی، که یې پر وړاندې خنډ شي، تعدیلوي یې او که دا هم ونه شي، قانون تر پښو لاندې کوي او خپل کار کوي. هر څه یې چې زړه وغواړي کوي یې؛ قوانین، حکومت، حکومتولي او د خلکو راتلونکی ورته مهم نه دی. د دغه حالت مخه نیول په کار دي، که نه په دې سره مو حکومت او حکومتولي شړیږي او موږ انارشۍ او خپلسرۍ لور ته روان یو.

 

Addthis

 




مل پاڼې