چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د لویو لارو بندول؛ له خلکو سره جګړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 11 زمری 1396 ساعت 03:40

وسله وال طالبان په دې وروستیو کې لویې لارې بندوي. دوی څو ځله د کابل – کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. پرون یې یو ځل بیا په وردګو او زابل کې لاره وتړله او مسافرین ساعتونه ساعتونه بند پاتې شول. د افغانستان په شمال کې هم تل لویې لارې بندیږي. کله وسله وال طالبان په قصدي ډول لویې لارې بندوي او کله بیا د جګړې له امله لاره وتړل شي. پرونۍ پېښه له پخوانیو سره یو څه توپیر لري. مسافر وړونکي شرکتونه وايي، وسله والو طالبانو پر دغو لارو له تګ راتګه د ډډې کولو امر ورته کړی، خو طالبانو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان جګړه چې څومره اوږدیږي، همدومره چټلیږي. په روانه جګړه کې ورځ تر بلې وحشت زیاتېږي، ارزښتونه پیکه کېږي او د اسلام او بشریت ضد کړنې زیاتېږي. له بده مرغه په جګړه کې ښکېل لوري له یوه اړخه د دغه ډول کړنو مخامخ مسوول دي او له بله اړخه هغوی چې ځان د افغانستان اصلي مالکین ګڼي، د دغو کړنو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله مسوول دي. د لویو لارو په تړلو سره عادي افغانانو ته ستر زیانونه اوړي. ډېری وخت ناروغان په لاره کې وي او د لارې بندېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه راز د لارې د بندښت او ګرمۍ له امله ډېر کله جوړ خلک ناروغان کیږي. له بله اړخه د خلکو کاروبار، اقتصاد او د افغانانو تر منځ تګ راتګ هر څه زیانمنېږي. پر دې اساس د لویو لارې بندول د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو خلاف کار دی. وسله وال مخالفین په دغه ډول کارونو سره له ټولو هغو کرښو پښې اړوي چې دوی يې شعارونه ورکوي. دا سمه ده چې وسله وال به ووايي چې موږ دا کار نه دی کړی او لارې د جګړې له امله تړل شوې. که دا کار قصدي وي او که د جګړې له امله وي، هر څوک چې د لویو لارو د تړلو لامل کیږي، په حقیقت کې له افغان ولس سره دښمني کوي او ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. له بده مرغه حکومت هم کله خپله د لویو لارو د بندېدو سبب کیږي او کله د دوی ناکامي ددې سبب کیږي چې لویې لارې بندې شي. د لویو لارو امنیت ساتل او خلک ته د ژوند، کار او اړیکو زمینه برابرول د دولت دنده ده. که دولت  په خپله دې دنده کې پاتې راځي، معنی یې دا ده چې خپله اصلي دنده یې نه ده ترسره کړې.

د لویو لارو بندول که له یوه اړخه د ټولو اصولو او ارزښتونو خلاف کار دی، له بله اړخه مخامخ د دولت واکمني ننګوي. که حکومت د لویو لارو امنیت خوندي نه شي کړلی او په همدې ډول بندې شي، خپله واکمني له لاسه ورکوي. په دې ډول به د خلکو ترمنځ اړیکې پرې شي او له خلکو سره به د دولت اړیکې لا زیاتې خرابې شي او فاصلې به زیاتي شي. پر همدې بنسټ حکومتي چارواکي باید د لویو لارو امنیت ته پام وکړي. وسله وال هم باید هغو شعارونو ته ژمن پاتې شي چې هره ورځ یې تکراروي. د لویو لارو بندول د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی او په کار ده چې نور دا کار ونه کړي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې