چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



زموږ مسخره شوې بهرنۍ تګلاره پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 15 زمری 1396 ساعت 03:17

ولسمشر غني د کاندیدۍ پر مهال د یوې فعالې بهرنۍ پالیسۍ خبرې کولې. هغه نړۍ په څو برخو وېشلې وه او د هرې یوې لپاره به یې د ځانګړو طرحو خبره کوله. دغه راز نوموړي به دا هم ویل چې وړ، پر کارپوه او مسلکي کسان به پر دندو ګوماري چې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي. له نږدې درې کاله واکمنۍ وروسته اوس ښکاري چې زموږ بهرنۍ تګلاره نه یوازې دا چې بریالۍ نه وه، بلکې افغانستان یې له ستونزو سره مخ کړی او دا تګلاره نوره مسخره شوې ده. ویل کېږي چې پرون په تهران کې  زموږ له ولسمشر سره ناسم چلند شوی او ان هوايي ډګر ته یې کوم مهم چارواکی هرکلي ته هم نه دی ورغلی. دا چې اشرف غني د افغانستان قانوني ولسمشر دی او که نه، یا د جان کیري په مرسته جوړ شوی، زموږ حکومت قانونی دی او که نه. دا زموږ داخلي بحثونه دي، خو بهر ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني تګ زموږ د ولس له حیثیت او عزت سره تړلی دی. پرون په تهران کې د محمد اشرف غني نه، بلکې د افغانستان د ولس سپکاوی شوی دی او دا سپکاوی د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

له بده مرغه زموږ بهرنۍ تګلاره ناکامه، مسخره او د افغانستان پر زیان ده. لومړی خو د ولسمشر او بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ اختلاف دی؛ دغه اختلاف عادي هم نه دی، بلکې جدي دی. د بهرنۍ تګلارې اصلي پر مخ وړونکې اداره د بهرنیو چارو وزارت دی. کله چې د بهرنیو چارو د وزیر او د ولسمشر ترمنځ دغه ډول اختلاف وي، نو موږ حکومت او بهرنۍ پالیسۍ دواړه مسخره کوو. د هېوادونو ولسمشران چې چېرته ځي، ډېر وخت ورسره د بهرنیو چارو وزیران وي، خو زموږ د بهرنیو چارو وزیر په دې ډول غونډو کې نه وي. اوس څوک نه پوهېږي چې زموږ د بهرنۍ پالیسۍ مسئول ارګ دی، که د بهرنیو چارو وزارت. که د بهرنیو چارو مسئوله اداره د ولسمشر د مخالف کس په لاس کې وي، موږ څنګه د بریالۍ بهرنۍ تګلارې ادعا کولی شو!؟ د بهرنیو چارو ناقانونه وزیر په خپله څوکۍ نښتی، ناقانونه ګومارنې کوي او ستونزې جوړوي. ولسمشر یې مخه نه نیسي او ان ناکام او بې کاره وزیران او نور چارواکي پر سفارتونو نازوي. په دې ډول زموږ بهرنۍ تګلاره بې اغېزې او ان د افغانستان پر زیان ده.

د ملي وحدت د ناکامه کړنو او بهرنۍ پالیسۍ له امله موږ په نړیواله کچه له زوال سره مخ یو. اوس د پخوا خلاف یوازې پاکستان نه، بلکې د سیمې ګڼ هېوادونه زموږ پر دولت بې باوره دي؛ هغوی له طالبانو سره تارونه غځوي. اوس یوازې پاکستان نه دی، ایران، روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه د خپلو ګټو لپاره پر طالبانو پانګونه کوي. په دې ډول زموږ دولت خپل ارزښت او اعتبار له لاسه ورکوي. دا ټول د ملي وحدت حکومت د ناکامې او مسخره شوې بهرنۍ تګلارې پایلې دي. دا ډول تګلاره به افغانستان نور هم له زوال او ستونزو سره مخ کړي. په کار ده چې د دغه حالت مخه ونیول شي. حکومت باید کارنده بهرنۍ تګلاره او د پر مخ وړلو لپاره یې فعاله اداره ولري.

 

Addthis

 




مل پاڼې