چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د سرپرستانو ګرم بازار پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 17 زمری 1396 ساعت 03:30

په داسې حال کې چې تر نیمايي ډېره کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، ولسمشر څو وزارتونو ته بیا سرپرستان ټاکلي دي. مصطفی مستور د اقتصاد، یما یاري د فواید عامې او شهزادګل اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي. ویل شوي چې دوی به له ولسي جرګې د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کیږي، خو له رایې وړاندې به په وزارتونو کې د سرپرستانو په توګه کارونه مخ ته وړي. اوس تر نیمايي ډېره کابینه، چې پکې مهم او کلیدي وزارتونه هم شته، د سرپرستانو او ناقانونه وزیرانو له خوا اداره کیږي. داسې کسان د وزیرانو په توګه دندو ته دوام ورکوي، چې ولسي جرګې بې واکه کړي او د قانون له مخې وزیران نه ګڼل کیږي. دغه راز دوی نه وزیران دي او نه هم ولسمشر د سرپرستانو په توګه ټاکلي دي.

نه یوازې دا چې د سرپرستۍ د ختمولو لپاره کوم ګام نه اخیستل کیږي، بلکې لا هم سرپرستان ډېریږي. ولسمشر پرته له دې، چې د افغانستان قوانین، ستونزې او اړتیاوې په پام کې ونیسي، د سیاسي معاملو او فشارونو په وجه تر نیمايي زیاته کابینه سرپرسته ساتي. پخوا به یوازې سرپرستان وو او یا به رسمي کاندید وزیران ټاکل کېدل، خو اوس داسې کسان هم شته چې نه وزیران دي او نه سرپرستان، بلکې په ناقانونه ډول وزارت کوي. ولسمشر مخکې له دې چې یو څوک ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره ور وپېژني، د سرپرست په توګه یې ګوماري. دغه سرپرستان بیا ولسي جرګې ته له ورتګ وړاندې په وزارتونو کې ناقانونه کارونه کوي او له وکیلانو سره پر څوکیو او نورو امتیازاتو مخکې له مخکې معامله کوي. که اوس یو کاندید وزیر د باور رایه وانه خلي، نو بیا دده یوه میاشت سرپرستي څه معنی لري!؟ خو ښکاري چې دلته قانون، اداره، خلکو ته خدمت او حکومتولي مهمه نه ده، بلکې سیاسي معاملې او لوبې مهمې دي.

د ملي وحدت حکومت مشران یوازې شعارونه ورکوي، خیالي طرحې او پروګرامونه جوړي او د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندي. دوی حکومتولي فلج کړې ده. همدا اوس په وزارتونو کې فساد، رشوت اخیستل، ناقانوني، ګډوډي او نورې ناوړه کړنې عادي شوې دي. سرپرستان په چور او معاملو کې دي. حکومتي مشران پرته له دې چې دا ستونزې په نظر کې ونیسي، سرپرستان نور هم ډېروي او حکومتولۍ ته زیان رسوي.

ولسمشر ته پکار ده، چې قانون ته درناوی وکړي. دغه ډول ناقانونه کارونه نور پرېږدي. سرپرستي باید ختمه شي. کاندیدان باید له ولسي جرګې څخه د باور رایې له اخیستو وړاندې د سرپرستانو په توګه ونه ټاکل شي. دا حالت دردونکی دی. ولسمشر او ملګري یې په ارګ کې خوندي ناست دي، خو اوسني وزارتونه او دولتي ادارې خلکو ته په عذاب اوښتې دي. سرپرستان نه د ولسي جرګې پر وړاندې د مسوولیت احساس کوي او نه هم دندې ته ژمن دي. دوی په دې فکر کې دي چې د څو ورځو دنده ده، جیب باید ډک کړي او بیا به په خپله مخه ځي. دا حالت باید نور ختم شي، په دې ډول حکومت او حکومتولي نوره د زغم وړ نه ده.

 

Addthis

 




مل پاڼې