چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کابل کې د سفارتونو ناندرۍ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 18 زمری 1396 ساعت 03:50

په کابل کې د سعودي سفارت قطر له وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی.  د سعودي عربستان شارژدافير مشاري بن مزعل الحربي دوې ورځې وړاندې ايران هم په افغانستان کې له وسله والو طالبانو پر ملاتړ تورن کړ او ويې ويل چې طالبانو ته مالي مرستې له قطره د ايران له لارې را استول کېږي. دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د ایران سفارت بیا سعودي له طالبانو پر ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت سعودي او اماراتو پر رسمیت پېژاند.

افغانستان د نیابتي جګړې په اور کې سوځي. د امریکا روسیې جګړه، د امریکا او چین جګړه، د هند او پاکستان جګړه او نورې نیابتي جګړې همدا اوس په افغانستان کې روانې دي. د جګړو یو اړخ د ایران او عربي نړۍ سیالۍ هم دي؛ له بده مرغه په افغانستان کې کمزوري حکومتونه هم د دې لامل شوي چې دا نیابتي جګړې لا ګرمې شي. دا چې ایران څه وايي او سعودي څه وايي، دا یو بحث دی، خو دا ښکاره ده چې موږ د پردۍ د نیابتي جګړو په اور کې سوځو. حیرانوونکې دا ده چې په کابل کې د نورو هېوادونو سفارتونه ناندرۍ وهي، خو زموږ حکومت غلی دی. څو ورځې وړاندې د عراق سفیر په موصل کې د داعش د ماتې په اړه په کابل کې خبري کنفرانس ورکاوه چې بې ځایه او ناسمه کړنه وه. پایله یې د عراق پر سفارت برید شو، خو مرګ ژوبله ټوله افغانانو ته واوښته.

اوس ایران او سعودي دواړه یو بل ملامتوي، خو هېڅوک هم دوی دواړه نه شي سپینولی. دا ښکاره ده چې سعودي طالبان پر رسمیت پېژندل، اړیکې یې ورسره لرلې او طالبانو په سعودي کې سفارت درلود. هغه وخت د ایران او طالبانو اړیکې خرابې وې. اوس بیا دا رښتیا دي چې ایران له طالبانو ملاتړ کوي، وسلې او پیسې ورکوي. په دې اړه ډېر خبرونه خپاره شوي چې وسله وال طالبان په ایران کې دفترونه لري او فعالیت کوي. دا هم ویل شوي چې روسۍ وسلې د ایران له لارې طالبانو ته رسېږي. د قطر او ایران نږدېتوب هم له طالبانو سره په مرسته کې مهم رول لري. د دواړو اړخونو په اړه به ګڼ نور واقعیتونه هم وي چې له بده مرغه زیان یې افغانستان ته رسېږي.

زموږ د حکومت دنده ده چې خپل مسوولیت ادا کړي. په کابل کې باید د دې ډول لانجو مخه ونیسي. حکومت باید افغانستان د نیابتي جګړې پر ډګر وا نه ړوي، بلکې له دې جګړې یې وباسي. حکومت ته په کار ده چې په داسې وخت غلی پاتې نه شي، البته داسې هم نه چې د یو لوري په غېږ کې ځان وغورځوي، خو د افغانستان د اصلي مالک په توګه دې خپل غږ پورته کړي. ځیني مسایل لکه په سعودي کې د طالبانو سفارت به د تاریخ برخه وي، خو ځیني مسایل همدا اوس افغانستان ته زیان اړوي. له وسله والو د ملاتړ په تړاو ادعاوې او اسناد باید و ارزول شي، باید معلومه شي چې همدا اوس څوک د افغانستان له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي، دا مرسته څه ډول کوي او څنګه یې مخه نیول کېدای شي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې