سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا تګلاره؛ افغانستان کوم لور ته وړي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 01 وږی 1396 ساعت 03:44

د امریکا له نوې تګلارې ښکاري چې ستونزې زیاتېږي. ټرمپ د دې تګلارې د اعلان پر مهال ویلي چې پوځیان له افغانستان څخه نه باسي او دلته به پاتې شي. په دغه تګلاره کې د سولې او سیاسي جوړجاړي ځای نشته او ټول تمرکز پر جګړه او د طالبانو پر ځپلو دی. پر پاکستان هم د فشار خبرې شوې. ټرمپ ویلي: "موږ به نور پاکستان کې د طالبانو او نورو هغو ترهګریزو سازمانونو د پټنځايونو په اړه چوپه خوله پاتې نه شو، چې سیمې او له سیمې بهر ګواښ پېښوي." په نوې تګلاره کې هند ته له تمې سره سم رول ورکړل شوی او ټرمپ ویلي چې هند به په افغانستان کې له دې وروسته هم مهم رول لوبوي.

دا تګلاره درې عمده ستونزې لري:

لومړۍ دا چې په افغانستان کې د جګړې او وحشت له دوام سره مرسته کوي. په افغانستان کې "۱۵۰" زره ځواکونو جګړه و نه ګټله، نو اوس به یې شاوخوا لس زره ځواکونه څنګه وګټي!؟ دلته ښکاري چې خبره د جګړې د ګټولو نه، بلکې د جګړې د اوږدولو ده. له همدې امله په جګړه او تاوتریخوالي ټینګار شوی او سوله پکې هېڅ یاده شوې نه ده. ټرمپ آن دا خبره کړې چې په افغانستان کې ملت جوړونه او ډیموکراسي ورته مهمه نه دي، بلکې اصلي هدف یې د وسله والو ځپل دي. هغه څه چې د جګړې او وحشت له دوام مرسته کوي.

دویمه دا چې تګلاره د سیمې د هېوادونو حساسیتونه را پاروي. چین دا تګلاره ناسمه ګڼلې او پر پاکستان یې له فشار راوړلو سره مخالفت کړی دی. روسیې هم د دې تګلارې هرکلی نه دی کړی او توضیحات یې غوښتي دي. له دې امله د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې له دوامه وېره لري، نو په طبیعي ډول ددې تګلارې سره مخالفت کوي. اوس چې امریکا جګړې ته دوام ورکوي، هغوی به هم لاس تر زنې نه کښیني. له طالبانو سره د روسیې اړیکې له وړاندې وې. له طالبانو سره د ایران او پاکستان یارانه هم له چا پټه نه ده. اوس به چین هم د پاکستان له لارې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. په دې ډول افغانستان د سیمې او امریکا تر منځ د نیابتي جګړې په ډګر اوړي. امریکا به هڅه کوي چې دا جګړه سیمې ته وغځوي، خو د سیمې هېوادونه به هڅه کوي چې په افغانستان کې امریکایانو او ملګرو ته یې ستونزې پیدا کړي. په دې ډول به په افغانستان کې اور بل وي او موږ به یې سون توکي وو.

درېیمه دا چې په دې تګلاره کې افغان عامه ذهنيت هېر شوی دی. که څه هم ارګ او ملګرو یې ددې تګلارې هرکلی کړی دی، خو غوڅ اکثریت ولس د دې تګلارې مخالف دی او دا په افغانستان کې د جګړې او وحشت د دوام لامل ګڼي. کله چې ولس د یوې تګلارې ملاتړ و نه کړي، نو بیا یې د بریا چانس له منځه ځي. په دې ډول ولس او امریکايي تګلاره په ټکر کې دي، چې پایله یې په طبیعي ډول افغانستان او امریکا دواړو ته په زیان ده.

دا تګلاره له هره اړخه د افغانستان لپاره ناوړه او ناکاره ده. په افغانستان کې یوازې جګړه او وحشت زیاتوي، نور هېڅ مثبت بدلون نه راولي. له نوې تګلارې ښکاري چې امریکا او ملګري یې په روښانه ډول په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو پلان لري. اوس موږ ته په کار ده چې د ژوندي ملت په توګه غبرګون وښیو. د جګړې او وحشت د دوام پر ضد باید ودرېږو او امریکا ته وښيو چې دلته د امریکايي ګټو لپاره د افغانانو پر سرونو لوبه ناکامه ده او خلک امن، سوله او ثبات غواړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې