چهارشنبه, 29 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا به د پاکستان پر وړاندې عملي اقدام وکړي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 05 وږی 1396 ساعت 03:27

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد نورو چارواکو د افغانستان او سیمې په اړه د خپلې نوې ستراتیژۍ له مخې ویلي چې نور په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه نه شي زغملی او دغه هېواد یې تورن کړی چې د ترهګرو ملاتړ کوي. د پاکستان پر وړاندې د امریکا دغه دریځ که څه هم ظاهراً سم ښکاري خو داسې نه ده چې ګواکې امریکايان اوس پر دې پوه شوې چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او د هغوی پټنځایونه او روزنځایونه په دغه هېواد کې دي، بلکې امریکا مخکې هم پر دې پوه وه او عملاً په دغه کار کې ورسره شریکه وه، مالي همکاري یې ورسره کوله او د یوه منظم پلان له مخې یې د ای اېس ای په مرسته ترهګر روزل او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل. په دې برخه کې ان له لومړیو د افغانستان له حکومت سره پوره اسناد او شواهد موجود وو او وخت ناوخته یې له امریکايي پوځي او ملکي چارواکو سره شریکول، په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن او د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل نور هغه ښکاره ثبوتونه دي چې سترګې نه شي ترې پټېدای، خو پوښتنه دا پيدا کېږي چې امریکا ولې وروسته له دې له پاکستان سره خپلې مرستې جاري وساتلې او پر وړاندې یې کوم اقدام و نه کړ؟ که څه هم کله نا کله یې ځیني فشارونه پرې راوستلي خو په عمل کې یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی. کله چې خبره رسوا شوه چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته یې پټنځایونه ورکړي نو پر امریکا نړیوال فشارونه ډېر شول څو پر پاکستان فشار راولي چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، د دغو فشارونو نتیجه وه چې امریکا پر پاکستان خپلې مرستې کمې کړې، د امریکا له دغه اقدام وروسته پاکستان و انګېرله چې ګواکې امریکا ترې په څنګ ته کېدو ده، هماغه وو چې له روسیې او چین سره یې د یارانې تارونه وغځول. له دې معلومېږي چې پاکستان مخکې تر ډېره د امریکا له ګټو سره سم روان وو او د دغه هېواد د اهدافو لپاره یې کار کاوو خو د دې لپاره چې امریکا پاکستان له لاسه ور نه کړي او اهدافو ته په رسېدو کې یې په نیمه لار کې پرې نه ږدي، د دغه هېواد پر وړاندې یې اقدامات او ګواښونه جدي شول څو پاکستان په یو ډول نه یو ډول دې ته اړ کړي چې له دوی سره خپله پخوانۍ ملګرتیا بیا تازه کړي. دغو مسایلو ته په کتو داسې معلومېږي چې د پاکستان پر وړاندې د امریکا نوی دریځ هم یوازې پر یاد هېواد د فشار لپاره دی، نه د دې لپاره چې په عمل کې یې ثابت کړي. بل دا چې د چین او روسیې غبرګونونه هم ښايي امریکا د پاکستان پر وړاندې اقدام ته ټکنۍ کړي، ځکه چین او روسیه اوس په نړۍ کې لوی قدرتونه پېژندل شوي او د دغو هېوادنو فشارونه هم د امریکا لپاره یو ګواښ کېدای شي. اوس افغان دولت او نړیوالې ټولنې، په ځانګړې ډول هغو هېوادونو ته چې له افغانستان سره خواخوږي لري، په کار ده څو امریکا مجبوره کړي چې د پاکستان پر وړاندې خپل نوي دریځ ته د عمل جامه ور واغوندي او پاکستان که په هر ډول وي د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر کېدو ته اړ کړي.

Addthis

 




مل پاڼې