يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د پاکستان د لومړي وزیر اعتراف؛ پر پاکستان د فشار یو بل چانس پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 28 وږی 1396 ساعت 03:45

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د برېټانيا فايننشل ټايمز (Financial Times) ورځپاڼې سره په مرکه کې منلې ده چې په کابل کې څلور میاشتې وړاندې خونړی ټانکر برید هغو کسانو کړی چې له پاکستان څخه ورغلي وو. نوموړي ویلي: "له ماسره خو يې ډېر معلومات نشته، خو داسې ښکاري، چې درې یا څلور کسان پر پوله ور اوښتي وو، له هغه ځایه بیا تر کابله په يوه موټر کې تللي وو او بیا يې همدا موټر د یوه سفارت په انګړ کې درولی و، چې بیا وچاودېد ".

که څه هم د ښاغلي عباسي دفتر دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې له فایننشل ټایمز سره عباسي دا خبره نه ده کړه او ورځپانې دروغ ویلي، خو داسې ښکاري چې دا به ددې خبرې له امله پر ښاغلي عباسي په کور دننه فشار ته یو ځواب وي. د  پاکستان ملکي چارواکي تل په شخصي مجلسونو کې دا خبره مني چې په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله والو مرکزونه په پاکستان کې دي، خو له دې امله چې په پاکستان کې اصلي واک له پوځ سره دی، نو دا خبره په رسمي بڼه نه شي کولی. هغه چارواکي چې په دې تړاو یې د پاکستان د پوځیانو د پالیسو خلاف خبرې کړي، یا له دندو لرې شوي او یا هم نورې ستونزې ورته جوړې شوې دي. څه چې ښاغلي عباسي ویلي حقیقت دی او نوموړی پوهیږي چې دروغ یې نه دي ویلي، خو اوس چې د پوځ له فشار سره مخ کیږي، نو له دې خبرې په شا کیږي. د پاکستان پخواني چارواکي خو بیا بیا دا خبرې مني چې پاکستاني استخبارات او پوځ په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کوي، وسله وال په پاکستان کې مرکزونه لري او له دغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي. په دوی کې یې ځیني د پاکستان دا کار ناسم او ددغه هېواد په زیان ګڼي، خو ځیني یې بیا د پرویز مشرف په شان دا کار توجیه کوي، دې کار ته دلایل تراشي او د پاکستان حق یې ګڼي.

اوس د پاکستان د لومړي وزیر له خولې دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو غونډه پېلدونکي ده، نو د افغانستان لپاره ښه چانس دی چې دا خبره را پورته کړي. که څه هم اوس دا ښکاره ده چې پاکستان په افغانستان کې د جنګیالیو ملاتړ کوي، خو دا چې  پاکستاني چارواکي خپله دا خبره کوي، نو دا له افغان چارواکو سره مرسته کوي چې پر پاکستان لا زیات فشار راولي.

پر پاکستان فشار باید ددې سبب نه شي چې په افغانستان کې جګړه زیاته شي، بلکې پر پاکستان باید داسې فشار راوستل شي په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. که پاکستان په خپله خاوره کې شته ترهګر افغانستان ته را لیږي او هلته یې مرکزونه تړي، دا په افغانستان کې د جګړې له شدت سره مرسته کوي. پاکستان باید ددغو ترهګرو د مرکزونو د تړلو تر څنګ هغوی ته اجازه ور نه کړي چې افغانستان ته راشي. دغه راز پاکستان باید د وسله والو طالبانو مشران اړ کړي چې له افغان دولت سره سولې ته حاضر شي. دغه ډول فشار بیا د افغانستان په ګټه دی او زموږ چارواکي هم باید د همداسې فشار غوښتنه وکړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې