يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ملګري ملتونه، ناچله دروغ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 29 وږی 1396 ساعت 05:10

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه روانه ده. غوندې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له وینا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوږدې خبرې وکړې. د ځینو نورو هېوادونو مشرانو او استازو هم خبرې وکړي، خو نه کوم بل مشر ته د ټرمپ په اندازه وخت ورکړل شو او نه يې د هغه په شان خبرې وکړې. د امریکا د ولسمشر خبرې داسې وې لکه د ملګرو ملتونو اصلي مشر چې وي او هغوی باید دده او امریکا هره غوښتنه او خبره ومني.

د ملګرو ملتونو سازمان کلونه کلونه د لوېدیځو او سترو هېوادونو د ګټو د خوندیتوب لپاره کار وکړ او اوس هم همدا کار کوي. کلونه کلونه یې د لویو قدرتونو له خوا پر وړو قدرتونو ظلم، زیاتی، تیری، د هغوی اشغال او استعمار توجیه کړل. په ځینو ځایونو کې یې وړې ستونزې لویې کړې، خو په ځینو سیمو کې یې په لویو ستونزو سترګې پټې کړې. دا سازمان کله په سترو وحشتونو او ظلمونو غلی پاتې شو او کله کله یې بیا د لویو قدرتونو د ګټو لپاره واړه ظلمونه لوی وښودل. په عراق، سوریه او نورو اسلامي هېوادونو کې د روانو جنایتونو په اړه ملګري ملتونه تل چوپ وو او یا یې هم د امریکا له خوښې سره سم دریځ خپل کړ. اوس هم همدا کار کوي. که شمالي کوریا اټوم بم جوړوي، ملګري ملتونه پرې بندیزونه لګوي، خو هېڅوک له اسرایلو نه پوښتي چې اټومي پروګرام یې څنګه روان دی. د ملګرو ملتونو په اوسني دریځ کې باید ځیني هېوادونه اټوم بم ولري، زیات یې کړي او ان ویې کاروي، خو ځینې هېوادونه بیا د ځان د دفاع لپاره هم د وسلو د لرلو حق نه لري.

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې پر نړۍ واکمن اوسني نړیوال نظم بشریت له خورا ناوړه حالت سره مخ کړی دی. په اوسني نړیوال نظم کې ځیني انسانان د نورو د وژلو حق لري، ځیني هېوادونه د نورو د اشغال حق لري، خو ځیني هېوادونه له ځان نه د دفاع او یا د خپلواکۍ حق نه لري. په اوسني نړیوال نظم کې د لویو قدرتونو ګټې باید خوندي شي او دا ګټې که د نورو انسانانو په وژلو او تر پښو لاندې کولو هم وي، ملګري ملتونه باید دا کار توجیه کړي. د ملګرو ملتونو په موجودیت کې اوسنی نړیوال نظم د دې لامل شوی چې سلګونه میلیونه انسانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي، خو شتمنۍ یې ستر قدرتونه چور کړي.

کلونه کلونه کېږي چې په افغانستان کې جګړه ده، د جګړې جواز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ورکړی، په دې ډول دوی په مستقیم ډول د دې جګړې مسوول دي. دوی نه یوازې د جګړې جواز ورکړ، بلکې په ښکاره یې د هغو کسانو پر وړاندې سکوت غوره کړ چې په افغانستان کې عام ملکي وګړي وژني، جګړه کوي او دا هېواد یې له ناوړه حالت سره مخ کړی دی. له دې وروسته هم نه ښکاري چې ملګري ملتونه دې په دې برخه کې وړ کار وکړي.

اوس ټوله نړۍ د ملګرو ملتونو سازمان پېژني. اوس پوهېږي چې دا سازمان د سترو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو او د جنایتونو د توجیه کولو یوه مرجع ده. اوس د نړۍ ټول خلک پر دې پوهېږي. اوس ملګري ملتونه په واقعي معنا ناچله دروغ دي او خلک پوهېږي.

Addthis

 




مل پاڼې