يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



سرپرستي به دوام کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 04 تله 1396 ساعت 04:03

ټاکل شوې وه، چې پرون ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره ۱۲ کاندید وزیران ور وپېژندل شي، خو دا کار ونه شو. حکومت تخنیکي ستونزې ددې کار لامل ګڼي او وايي چې د عاشورا له مراسمو وروسته به دا کار وشي. اوس ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو له لورې اداره کیږي. د ۱۲ وزارتونو لپاره کاندید وزیران معلوم شوي، خو لا هم د اطلاعاتو او کلتور، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونو لپاره کاندید وزیران نه دي ور پېژندل شوي. ستونزه یوازې دا نه ده، بلکې د پوهنې او بهرنیو چارو وزارتونه لا هم ناقانونه مشران لري چې نه سرپرستان دي او نه هم رسمي وزیران.

څومره چې سرپرستي غځول کیږي، په همغه کچه افغانستان او افغانانو ته زیان اوړي. د ۱۲ وزارتونو لپاره کاندیدان معلوم دي. ځیني یې ډېر پخوا معلوم شوي، سرپرست ټاکل شوي او رسمي اعلان شوي، چې پوره کمپاین یې هم کړی دی. په رېښتینې معنی هېڅ داسې تخنیکي ستونزه نشته چې له مخې دې یې ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو معرفي وځنډول شي. ښکاري چې ستونزه د پخوا په شان سیاسي ده. لا هم په حکومت کې دننه د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ اختلاف دی. دوی لا هم د واک پر وېش او افرادو نه سره جوړیږي. دغه راز اختلاف یوازې د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ هم نه دی، بلکې د نورو چارواکو او سهم لرونکو ترمنځ هم اختلافات شته دي چې ولسي جرګې ته یې د کاندیدانو معرفي ځنډولې ده او سرپرستي یې اوږده کړې ده.

د ملي یووالي حکومت وخت پوره کیږي، خو سرپرستي به خلاصه نه شي. په دریو کلونو کې د ملي وحدت کابینه پوره نه شوه، تل څو وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره شوي. له دې وروسته هم داسې نه ښکاري چې کابینه به تکمیل شي. داسې نه ښکاري چې ټول کاندید وزیران به د باور رایه واخله، په معرفي شوو کاندیدانو کې کمزوري، غیر مسلکي او ان ځیني یې د ناسمې مخیني لرونکي کسان هم شته، چې ښايي د باور رایه وانه خلي. بله ستونزه دا ده چې لا هم د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ ټکر دی. که څه هم کاندید وزیران وکیلانو ته مېلمستیاوې کوي، ډالۍ ورکوي، ژمنې ورسره کوي او کسان یې پر دندو ګوماري، خو بیا هم د حکومت او ولسي جرګې ټکر کاندید وزیرانو ته د باور رایې په اخیستلو کې ستونزې را پیدا کوي.

د حکومت مشرانو ته په کار ده، چې نور سرپرستي ختمه کړي. افغانان باید نور له دې اړخه زیان ونه ویني. ټول کاندید وزیران باید له ځنډ او اختلاف پرته ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي. د پاتې دریو وزارتونو لپاره هم باید وړ کاندید وزیران ژر ولسي جرګې ته ور ونه پېژندل شي. داسې ښکاري چې ځیني کاندید وزیران به د باور رایه وا نه خلي، حکومت باید بیا میاشتې میاشتې ناکام شوي کاندیدان د سرپرستانو په توګه پرې نه ږدي، بلکې نوي کسان دې ژر ولسي جرګې ته ور معرفي کړي. د ملي یووالي حکومت دې په خپله ټوله کاري دوره کې لږ تر لږه یو ځل خپله کابینه تکمیل کړي او همدا یې وخت دی چې دا کار وکړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې