يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



که د قطر دفتر وتړل شي، څه به بدل شي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 05 تله 1396 ساعت 03:35

د برېټانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر فشار راوړی چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي. ورځپاڼې ادعا کړې چې د طالبانو د قطر دفتر د تړل کېدو خبره د تېرې پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په خبرو کې هم یاده شوې ده. که څه هم په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نو په قطر کې به یې دفتر بند کړي.

وسله والو طالبانو له قطر دفتر څخه شپږ کاله د خپلو سیاسي اړیکو لپاره ګته واخیسته او تل یې د سولې لپاره د خپل یوازیني ادرس په توګه یاداوه. که څه هم طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړې وې، خو ویل کېدل چې ځیني چارواکي تل له دغه دفتر سره په اړیکه کې وو. دغه راز طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره د خبرو لپاره دا خپل رسمي دفتر یاداوه او ویل کېدل چې د ملګرو ملتونو، ځینو هېوادونو او امریکا استازو په منظم ډول ددغه دفتر له لارې له طالبانو سره اړیکې لرلې. اوس چې ددغه دفتر د تړلو خبره کیږي، دا له څو اړخونو مهمه ده. لومړی دا چې د دغه دفتر تړل قطر او څو عربي هېوادونو له لانجې سره تړلی بحث دی. دویم دا چې د ټرمپ په تګلاره کې ټول تمرکز پر جګړه دی، نو چې سوله او سیاسي جوړجاړی نه وي، په طبیعي ډول د دفتر اړتیا له منځه ځي.

داسې ښکاري چې په قطر کې به دا دفتر وتړل شي، خو دا کار کمه ګټه او ستر زیانونه لري. لومړی دا چې په دغه کار سره طالبان لا زیات د پاکستان غېږې ته غورځول کېږي. دویم دا چې اوس طالبان یوازې له پاکستان سره نه، بلکې له ګڼو هېوادونو سره اړیکې لري. که په قطر کې دفتر وتړل شي، ګڼ هېوادونه شته چې طالبانو ته ځای ورکړي او رسمي دفتر به ورته پرانیږي. که کله طالبان په یو داسې هېواد کې دفتر پرانیزي چې د امریکا خلاف وي او د طالبانو عملي ملاتړ کوي، نو دا د افغانستان ستونزه نوره هم سختوي. که طالبان په هېڅ هېواد کې هم رسمي او ښکاره دفتر ونه لري، خو په ډېرو هېوادونو کې به پټ دفترونه ولري. همدا اوس ویل کېږي چې په پاکستان کې د پټو مرکزونو تر څنګ په ایران کې هم دفترونه لري. ښايي دا دفترونه په روسیه او نورو هېوادونو کې هم پرانیستل شي چې په هېڅ ډول د افغانستان په ګټه نه دي. له بله اړخه افغان حکومت او امریکایان د دغه دفتر په تړلو سره دا پیغام ورکوي چې دوی یوازې جګړه غواړي او د سولې ټولې دروازې یې بندې کړي دي. په دې ډول دوی پر جګړې د ټینګار په تړاو د طالبانو له دریځ سره مرسته کوي. طالبان به بیا بیا دا خبرې وکړي چې دوی جګړې ته اړ شوي او مخالف اړخ ورته له جګړې پرته بله هېڅ لاره نه ده پرې اېښې.

له همدې لامله پکار ده چې د قطر دفتر د تړلو پر ګټو او زیانونو له سره فکر وشي او له هغه وروسته ګام واخیستل شي.

Addthis

 




مل پاڼې