يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



داعش ته څوک کمپاین کوي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 10 تله 1396 ساعت 03:53

پرون په کابل کې بیا قومي او مذهبي نمایش و. لارې بندې وې، د خلکو کاروبار خراب شوی و، ښار په تورو جنډو او مذهبي شعارونو پوښل شوی و. پر موټرو او موټرسایکلونو بېرغونه وو او داسې ښکارېده لکه نن چې دا ښار یوې ډلې، یو قوم او یو مذهب ته پرېښودل شوی وي. لکه دوی چې نن د دغه ښار واکمن وي او څه یې چې زړه وغواړي کولی یې شي.

په کابل کې د ۲۰۰۱ کال بدلونونو ځینو کسانو ته له حده ډېره ازادي ورکړې ده. کېدای شي ووایو چې د نورو د ځورولو جواز یې ورکړ. ځیني د شهید د اونۍ په نامه له وسلو او برچو سره را ووځي، ښار یې په وحشت ځای بدل کړی وي. ماشومان تر موټرو لاندې کوي، ډزې کوي، خلک وژني، ګډوډي جوړوي، خو هېڅوک ترې د پوښتنې حق نه لري. ځیني بیا د عاشورا په ورځو کې د ښار بڼه بدلوي، لارې بندوي، چیغي وهي، خلک ځوروي او عادي ژوند ګډوډوي، خو هېڅوک یې د مخنیوي حق نه لري.

دا کارونه نه شهید او شهیدانو ته د درناوي په پار کېږي او نه هم مذهب او دین ته د احترام لپاره، ځکه دغه کارونه په ښکاره له اسلام سره ټکر لري. دا په رښتیا یو قومي او مذهبي نمایش دی. د یوې ډلې او یو ګروپ د زور، ناقانونیو، وحشت او خپلسریو نمایش. له دې پرته دا کارونه هېڅ ډول قانوني او دیني توجیه نه لري.

تر دې بده یې لا دا چې سږ کال حکومت د امنیت په نوم پر خلکو ۵۰۰ ميله وسلې ووېشلې، هغوی زرګونه مېله نوره وسله هم را وایستله او د حکومت له دې وسلې سره یې ګده کړه. په دې سره یې دغه نمایش لازیات قوي کړ. دغه ډول نمایش نور له زغمه وتلی دی. دا خلک په زوره مذهبي او قومي تاوتریخوالي ته هڅوي. سلګونه کلونه دلته شیعه او سني ګډ ژوند کړی، خو دغه ډول نمایش او د خلکو ځورول نه وو. اوسني کارونه پوره سیاسي کارونه دي چې د نورو خلکو ژوند خرابوي. دا به نور خلک په تکلیف کړي او غبرګون ته به اړ شي. دا ډول کارونه به ښايي په غبرګون کې ځیني کسان آن له داعشې وحشته ملاتړ ته اړ کړي. کله چې یو څوک د خپل کور مخ کې شخصي کسان ودروي، تلاشي یې کړي. کله چې شخصي وسله وال لارې بندې کړي. کله چې ناروغان تر روغتونه پرې نه ښودل شي. کله چې له ماښامه تر سهار په لوډ سپیکر کې چیغي وهل کېږي او خلک خوب ته نه پرېښودل کېږي. دا د خلکو له ځورولو، ناقانونۍ او داعش ته له کمپاین پرته بله څه معنا لرلی شي!؟

له بده مرغه حکومت هم د دغه ناقانونیو برخه دی. دوی د ښکاره دیني احکامو خلاف د عاشورا ورځ له شنبې څخه یک شنبې ورځې ته یووړه. په ناقانونه ډول یې وسله ووېشله او د خپلسریو او ګډوډیو مخه یې ونه نیوله. ددغه حالت دوام ښکاره ټکر دی، مذهبي ټکر، هغه ټکر چې سلګونه کلونه په دې هېواد کې نه دی شوی، خو اوس د ايران د لاسوهنې، د ځینو افراطیانو له کړنو او د حکومت له بې غورۍ یې د پېښېدو شونتیا زیاتېږي.

 

Addthis

 




مل پاڼې