يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



څوک پر افغان ځواکونو هوايي بریدونه کوي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 11 تله 1396 ساعت 03:56

په هلمند کې وړمه ورځ یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو هوايي برید شوی، چې نهه تنه پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. په لومړیو کې ویل کېدل چې برید بهرنیو ځواکونو کړی دی، خو دفاع وزارت وویل چې برید بهرنیانو نه، بلکې افغان ځواکونو کړی دی. د دفاع وزارت ویاند برید تېروتنه ګڼلې او ویل شوي چې د لوی درستيز د مرستيال ډګر جنرال عبدالوهاب پيلوټ په مشرۍ یو پلاوی به په دې اړه څېړنې کوي. په وژل شوو کې د ملي امنيت، ملي پوليسو او سيمه ییزو پوليسو ځواکونه شامل دي.

تر دې وړاندې هم بیا بیا پر افغان ځواکونو هوايي بریدونه شوي دي. ډېری وخت دغه بریدونه بهرنیو ځواکونو کړي دي او پړه یې هم اخیستې ده. دوی دغه بریدونه تېروتنه ګڼلې او د پلټنو خبر یې ورکړی دی، خو هېڅکله هم د پلتڼو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې شوي. د ملي وحدت حکومت په راتلو سره کله کله ددغه ډول بریدونو پړه د بهرنیو ځواکونو پر ځای دفاع وزارت اخیستې او تېروتنه یې ګڼلې ده. د دفاع وزارت پر دې خبرو تل شک و او شته. ویل کیږي چې دا بریدونه افغان ځواکونه نه کوي، خو له دې امله چې پر بهرنیو ځواکونو فشار را نه شي، نو ځکه یې دفاع وزارت پړه اخلي. له بله اړخه داسې هم ویل کیږي چې بریدونه افغان ځواکونه کوي، خو د برید قومانده او نور معلومات د بهرنیو ځواکونو په لاس کې وي. یعنې د برید هدف، امر او نورې چارې د بهرنیو ځواکونو په لاس کې وي او افغان ځواکونه نه پوهیږي چې پر چا برید کوي.

زموږ او عامو خلکو لپاره ددې چارې ثابتول ستونزمن دي چې دا بریدونه رېښتیا افغان ځواکونه کوي او که امریکايي ځواکونه. که بهرني ځواکونه دا بریدونه کوي، نو دا بیا له افغان ځواکونو سره ظلم دی چې د نورو د جنایت او ظلم مسوولیت پرې واچول شي. زموږ چارواکي باید په هېڅ ډول دغه کار ونه کړي. دوی باید نه یوازې د پېښو پړه وا نه خلي، بلکې له امریکايي چارواکو په دې اړه جدي پوښتنې وکړي او د افغان ځواکونو ژوند له دې اړخه خوندي کړي. دویم دا چې که دغه بریدونه افغان ځواکونه کوي، نو باید معلومه شي چې ولې داسې تېروتنې کیږي. بیا هم که ددې بریدونو معلومات او قومانده د بهرنیو ځواکونو په لاس کې وي، باید نور دغه ډول بریدونه ودرول شي. که خپله امنیتي ځواکونه دا بریدونه کوي، معلومات او قومانده یې هم خپلې وي، نو باید له تخنیکې اړخه ټولې هغه تېروتنې له منځه یوسي چې ددغه ډول بریدونو لامل کېږي.

پر افغان ځواکونو هوايي بریدونه که د هر چا له خوا وي، له دښمن سره مرسته ده. دا بریدونه نه یوازې دا چې افغان ځواکونه کمزوري کوي، بلکې د افغان ځواکونو پر روحیه منفي اغېز کوي. په دې تړاو د حکومت چوپتیا او ډېر کله پڅ او سوړ دریځ هم له امنیتي ځواکونو سره ظلم دی. پکار ده چې دغو بریدونو ته جدي غبرګون وښودل شي او مخه یې ونیول شي. که حکومت دغو بریدونو ته جدي غبرګون نه ښيي، دا د امنیتي ځواکونو د وینو او ژوند پر وړاندې بې تفاوتي ده. له همدې امله باید حکومت غبرګون وښيي او ددغو بریدونو د تکرار مخه ونیسي.

Addthis

 




مل پاڼې