يكشنبه, 26 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکايي ګټو جګړه اوولسم کال ته ننوته پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 16 تله 1396 ساعت 03:47

پرون پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۶ کاله پوره شول. د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ او دلته یې د یو نامعلوم او ګونګ دښمن پر ضد جګړه پیل کړه. د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه. د جرمني په بن کې یې څو ډلې ټپلې را ټولې کړې او د افغانستان لپاره یې یو حکومت جوړ کړ. دغه حکومت د افغانستان د تاریخ، ارزښتونو او فرهنګ خلاف و او لا هم د حکومت همغه ډول پر افغانانو تپل شوی دی.

د دغه یرغل تر ګردو ستر زیان ناپایه، چټله او استخباراتي جګړه ده. جګړه اوولسم کال ته ننوته او هره ورځ پکې افغانان وژل کېږي. پر ځینو افغانانو د پولیس، اردو او یا حکومتي نوم اېښودل شوی او پر ځینو د طالب او ترهګر نوم. په همدې نوم جګړه روانه ده، دواړه لوري وژل کېږي او هغوی چې ملکي وګړي دي او په دواړو ډلو کې نه راځي تر بل هر چا ډېر وژل کېږي. طالب، پولیس، اردو او ملکیان ټول افغانان دي او اټکل دی چې په دغه جګړه کې سلګونو زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. لا هم سلګونه ښوونځي او روغتونونه تړلي دي. جګړې میليونونه افغانان بې ځایه کړي. میليونونو افغانانو خپل هېواد پرېښی دی او سلګونه زره نور په کور د ننه بې ځایه شوي دي. په دغه جګړه کې د وحشت هر ډول شوی؛ پر ښوونځي، جومات، جنازه، فاتحه، واده، کور، پوهنتون، روغتون او هر ځای بریدونه شوي دي. ملا، انجنیر، ډاکټر، محصل، زده کوونکی، طالب، ښوونکی، قومي مشر، سپین ږیری، ښځه، ماشوم، معیوب او هېڅ افغان انسان له دغه جګړې او وحشت څخه خوندي نه دی. په جګړه کې د نړۍ تر ګردو ستر نااټومي بم، کيمیاوي، بیولوژيکي او نورې هر ډول وسلې ازمویل شوي دي. ونې، بوټي، حیوانات او هر څه په دې جګړه کې زیانمن شوي او ان زموږ هوا او اوبه زهري شوي دي.

له دې هر څه سره سره ۱۶ کاله وروسته لا هم پر جګړه ټینګار کېږي. هغوی چې په جګړه کې یې ګټې دي او هغوی چې د دې لپاره مامور شوي چې دا جګړه پر مخ یوسي، پر جګړه ټینګار کوي. په دې جګړه کې اوس یو بدلون شته او هغه دا چې پوره افغاني شوې ده. دواړو اړخونو ته قربانیان افغانان دي. امریکايي ځواکونه اوس پر بې پیلوټه الوتکو، هوايي بریدونو او استخباراتو تکیه کوي. خپله د جګړې ډګر ته هسې نه ورځي چې زیان پکې وویني. جګړه د قربانۍ له اړخه پوره افغاني شوې ده او بهرنیان خوندي دي.

حکومت له بده مرغه یو ځل بیا هسې دی لکه په ۲۰۰۱ کال کې چې و. پر امریکایانو پوره تکیه کوي، د هغوی هره خبره مني، پر جګړه ټينګار کوي، د طالبانو د نابودۍ خبرې دي او د سولې لپاره کومه کارنده هڅه نشته. د امریکا ګټې لا هم په جګړه کې دي او حکومتي چارواکي پرته له دې چې د افغانانو ژوند ته پام وکړي د امریکایانو د هر ګام هرکلی کوي. جګړه اوږدېږي، وحشت زیاتېږي، د سولې او امن څرک نشته.

نور پر بهرنيانو تکيه پکار نه ده، نور پر دغه چارواکو باور نشته. ولس باید ګام پورته کړي. له جګړې او وحشت څخه د وتلو وخت دی. موږ باید په یوه غږ د پردۍ جګړې پر ضد ودرېږو، د خپل ورور وژل بند کړو او یو بل ته لاسونه ورکړو. له دې پرته به موږ کلونه کلونه په جګړه او وحشت کې وو او همدا د امریکا او امریکايي ګټو غوښتنه ده.

Addthis

 




مل پاڼې