يكشنبه, 30 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پر ډیورنډ پاکستاني تحرکات، کمپاین او په کابل کې چوپتیا پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 03:53

پاکستاني پوځ په یو تازه ګام کې ګڼ خبریالان ډیورنډ کرښې ته بېولي او هلته یې جوړېدونکی دېوال او غځېدونکی اغزن سیم ورته ښودلی دی. پاکستاني چارواکو هڅه کړې چې په دې ګام سره له یوه اړخه ډیورنډ رسمي پوله معرفي کړي او له بله اړخه نړۍ ته وښيي چې ستونزه پر همدې کرښه ده او دوی یې د حل کولو لپاره عملي ګامونه اخلي. د پاکستاني چارواکو په خبرو کې دا هم ښکاري چې ګواکې وسله وال د ډیورنډ کرښې له دې غاړې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ورځي او هلته تخریبي فعالیتونه کوي.

پاکستان د ملي یووالي د حکومت په راتلو سره په شدت سره هڅه کړې چې ډیورنډ د رسمی کرښې په توګه مطرح کړي. دوی پر کرښه اغېزن سیم او دیوال جوړول هم پیل کړي، چې په ډېرو برخو کې یې دا چاره عملې کړې هم ده. د کابل پڅ دریځ له پاکستان سره مرسته کړې چې خپل کارونه چټک کړي او د ډیورنډ د رسمې کېدو لپاره ګامونه واخلي. اوس یې دا دی بل ګام اخیستی؛ ژورنالېستان، په ځانګړي ډول د بهرنیو رسنیو ژورنالېستان سیمې ته ورولي او ښيي چې دا کار یې ګټه کوي. دوی په نړیوالو رسنیو کې د همدې لپاره کمپاین هم کوي او هڅه کوي چې په دې کار کې نړیوال ملاتړ هم را خپل کړي.

د پاکستان ددغو ټولو کارونو پر وړاندې د ملي یووالي حکومت یا غلی دی او یا هم ناکاره او پڅ دریځ لري. د ملي یووالي د حکومت چارواکو خو د خپل کار په پیل کې له بده مرغه په دې چاره کې ناوړه او ان د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف ګامونه واخیستل او پټې معاملې یې وکړې، چې رسوا شوې او خلک یې پر ضد ودرېدل. که څه هم وروسته په ښکاره حکومت د پاکستان پر وړاندې مخالف دریځ غوره کړ او په نړیواله کچه یې د پاکستان د منزوي کېدو ادعاوې وکړې، خو په ډیورنډ کرښه یې پاکستاني تحرکاتو ته تل ځواب سوړ او پڅ و. اوس چې پاکستان په شدت سره پر کرښه د دیوال او اغزن سیم د غځولو کار کوي، زموږ حکومت نه په کابل کې غږ پورته کوي او نه هم په نړیواله کچه. د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت خو د یوې ډلې په ولکه کې دی، چې ډیورنډ ورته ارزښت نه لري. په سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې هم سړه فضا ده. یو ناروغ او له کاره لوېدلی وزیر لري چې کنسرتونه او هوايي خبرې یې مهم مصروفیت دی. ارګ هم پر دې چاره پټه خوله دی. د رسنیو له پراخ فشار وروسته کله کله کومه وړه خبره وکړي، نور هېڅ ګام نه اخلي.

د ډېورنډ په تړاو د ملي وحدت حکومت دریځ د افغانستان د ارزښتونو، تاریخ، ملي ګټو او د افغانانو د غوښتنې خلاف دی. دا دریځ دا معنی لري چې دوی ته ډیورنډ مهم نه دی، دوی ته مهمه نه ده چې پر کرښه دېوال جوړیږي او که اغزن سیم غځوول کیږي. که د حکومت دریځ همداسې وي، د کرښې دواړو لورو ته پروت ولس به مجبور شي چې غبرګون وښيي، پاکستاني تاسیسات او دیوالونه به ړنګ کړي، خو بیا به زموږ د اوسني حکومت اړتیا هم نه وي.

 

Addthis

 




مل پاڼې