جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



زیاتېدونکي هوايي بریدونه او تسلیم شوی حکومت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 24 تله 1396 ساعت 03:50

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې هوايي بریدونه زیاتوي. د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي چې د هوايي بریدونو یوه لویه څپه را روانه ده.  نوموړي ویلي چې په روان کال کې یې درې زره هوايي بریدونه کړي دي. یوازې په سپټمبر میاشت کې ۷۵۱ بریدونه شوي دي. له همدې سره په یوه وخت په افغانستان کې چارواکي د امریکا نوې تګلاره د سولې تګلاره ګڼي. اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله هم ویلي چې د امریکا نوې تګلاره د افغانستان لپاره تاریخي لاسته راوړنه ده.

یو لور ته په ښکاره په افغان خاوره وحشت، جګړه او هوايي بریدونه زیاتېږي، بل لور ته زموږ چارواکي د دې هر څه هرکلی کوي، سم یې ګڼي او ان ستاینې یې کوي. زموږ چارواکي ولې پوره تسلیم شوي او ولې د امریکا هر ګام مثبت ګڼي؟

امریکا په تېرو څو کلونو کې په شدت سره وحشت زیات کړی دی. وسله والو مخالفینو ته یې وسلې ښکته کړې، ملکي وګړي یې وژلي، پر افغان ځواکونو یې هوايي بریدونه کړي، زموږ ارزښتونو او دین ته یې سپکاوی کړی او ګڼ داسې نور ګامونه یې اخیستي چې زموږ ملي حاکمیت، غرور او هر څه تر پښو لاندې کوي، خو د ملي وحدت حکومت یا غلی پاتې شوی او یا یې هم د دغو جنایتونو د توجیه کولو هڅه کړې ده. کله امریکايي چارواکو خپله ویلي چې جنایت موږ کړی او بښنه یې غوښتې، خو بیا د ملي وحدت حکومت چارواکو یا شوی جنایت رد کړی او یا یې هم پړه په خپله اخیستې ده.

دغه ډول ګام دوې ماناوې لري: لومړی دا چې زموږ چارواکي پوره تسلیم شوي. دوی ته افغانستان، د افغانانو وینه، ارزښتونه او هېڅ مهم نه دي، بلکې غواړي واکمني وکړي او دا واکمني پرې د امریکايي چارواکو احسان دی. دوی فکر کوي چې واک ته امریکایانو رسولي، نو ځکه باید د هغوی د هرې کړنې هرکلی او ملاتړ وکړي. دویم دا چې دوی فکر کوي چې امریکایان سم روان دي. که دوی داسې څه ویني چې امریکایان سم روان دي او دا لاره په افغانستان کې د امن او ثبات لاره ده، نو بیا پکار ده چې له خلکو سره یې هم شریک کړي. خلک خو اوس د جګړې او هوايي بریدونو په زیاتوالي او په امریکايي وحشت کې خير نه ویني، خو که یې د ملي وحدت چارواکي ویني، ښه ده چې خلک هم پرې خبر کړي.

که دوی نه امریکايي وحشت ته غبرګون ښيي او نه هم خلکو ته قناعت ورکوي، دا نو بیا د خلکو سخت غبرګون له ځان سره لرلی شي. هوايي بریدونه او وحشتونه د زغم وړ نه دي. په افغانستان کې امن او ثبات په وژنو او هوايي بریدونو نه راځي. دوی زرګونه طالبان ووژل او زرګونه ملکي وګړي یې هم تر خاورو لاندې کړل، خو وسله وال پياوړي شول او لا زیاتې سیمې یې لاندې کړي. له همدې امله خلک د وحشت، وژنو او هوايي بریدونو پر ضد ولاړ دي. امریکا به د هوايي بریدونو نوې څپه پیلوي، حکومت به غلی وي، خو خلک غلي نه شي پاتې کېدلی. خلک به د امریکايي وحشت پر وړاندې ودرېږي او بیا به د ملي وحدت حکومت هم د خلکو د غبرګون په اور کې سوځي. همدې چارې ته په پام سره حکومت ته پکار ده چې نور د امریکايي وحشت پر ضد غلي پاتې نه شي. دا چوپتیا او تسلیمي د دوی او ولس دواړو لپاره ناوړه پایلې لري.

Addthis

 




مل پاڼې