جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ټرمپ په تګلاره کې د افغان ځوانانو لوېدلي سرونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 26 تله 1396 ساعت 04:14

په غزني او پکتیا کې د وسله والو ډله ییزو بریدونو نږدې اتیا کسان وژلي او تر دوو سوو ډېر یې ټپیان کړي دي. بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو د هغو وسایطو پر مټ شوي چې طالبانو نیولي دي. په دواړو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون په افغانستان کې د روانې جګړې یوه بله خونړۍ ورځ وه. په سلګونو کورنیو کې وېر و، لسګونه ښځې کونډې شوې، سلګونه ماشومان یتیمان شول او لسګونه میندې بورې شوې. طالب ویندویان په ویاړ سره د افغان وژنې مسوولیت اخلي او دا خپله لاسته راوړنه ګڼي. همداسې په تېرو ورځو کې په حکومتي بریدونو کې هم سلګونه طالبان وژل شوي چې حکومتي ویندویان یې د لاسته راوړنو په توګه له خلکو سره خبرونه شریکوي.

اوس نو هېڅوک انکار نه کوي چې وحشت او جګړه زیاتېږي. که پر طالبانو هوايي بریدونه زیاتېږي، هغوی پر ډله ییزو بریدونو تکیه کوي. حکومت د طالبانو د وژنو خبرونه خپروي او طالبان د حکومتي ځواکونو. دواړو لورو ته افغانان د یو ګونګ هدف لپاره وژل کېږي. دا وژنې له کلونو را هیسې روانې دي، خو د ټرمپ د نوې تګلارې پر اساس به جګړه او وحشت لا زیاتېږي. موږ د دې پر ځای چې له تېرو عبرت واخلو، لا زیات د خپلو خلکو په وژلو کې هڅه کوو. زه دلته پر ملامت او سلامت خبرې نه کوم، خو اوسنۍ جګړه له افغان وژنې او مسلمان وژنې پرته بله هېڅ مانا نه لري.

زموږ امنیتي ځواکونه له سترې مرګ ژوبلې سره مخ دي. د ټرمپ نوې تګلاره چې سوله او سیاسي جوړجاړی پکې نشته، زموږ ځوانان له وژنو او وحشت سره مخ کړي. موږ اردو او پولیس د دې لپاره نه غواړو چې په ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو کې یې قرباني کړو. نور پکار ده چې د خپلو ځوانانو د دغه ډول وژنو پر وړاندې پټه خوله پاتې نه شو او دا پوښتنه بیا بیا وکړو چې زموږ ځوانان ولې، څوک او د څه لپاره وژني؟

اوس دا پوښتنه باید وکړو چې دا جګړه ګټل کېږي؟ که ګټل کېږي، ولس ته باید معلومات ورکړل شي او ښايي بیا تر ګټلو د خپلو ځوانانو دغه ډول قرباني وزغمو، خو چارواکي دې و وايي چې دا جګړه څه وخت او څنګه ګټل کېږي؟ که جګړه نه شو ګټلی، ولې خپل وروڼه او خپلوان قرباني کړو!؟ موږ نه وایو چې باید سیمې طالبانو ته پرېږدو او له دفاع لاس واخلو، بلکې دا پوښتنه کوو چې ولې پر جګړه ټینګار کوو؟

دا وحشت او دا وژنې نورې د زغم وړ نه دي. تر کله به د خپلو ځوانانو جنازو ته اوږې ورکوو، تر کله به ژاړو، تر کله به ویر کوو او پر خپلو ځوانانو به خاورې اړوو؟ اوس د ګام اخیستلو وخت دی. باید پر بله لاره فکر وکړو، پر خپله لاره. نور باید پر سوله او سیاسي جوړجاړي کار وکړو، نور باید یوه بله لاره پیدا کړو. د وینو او وژنو په دې لاره مزل نور د زغم نه دی. نور پر افغان انسان د خواشینۍ او زړه دردۍ وخت دی.

Addthis

 




مل پاڼې