جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د خوندي پوځي اډو په څنګ کې د وینو ویالې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 30 تله 1396 ساعت 03:48

د وژنو او وحشت یوه نوې څپه روانه ده. څو ورځې پرله پسې وحشت او خونړي بریدونه دي. پر پوځي مرکزونو، ولسوالیو او جوماتونو خونړیو بریدونو زموږ سلګونه هېوادوال ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. څوک دښمن وحشي او بد ګڼي، څوک د امنیتي ادارو پر کمزروۍ غږېږي، څو د غچ او ورته عمل خبرې کوي او څوک بیا نورې لارې وړاندې کوي.

دا به لارې وي، دا به د دغو وحشتونو واړه او فرعي لاملونه وي، خو اصلي او بنسټیز لامل څه دی او څه ورسره پکار دي؟

په افغانستان کې نږدې څلوېښت کاله جګړه ده، خو د جګړې دغه ډول بې ساری او بېخي نوی دی. له ۲۰۱۴ کال وروسته چې کله امریکا دایمي پوځي اډې تر لاسه کړې، داعش را پیدا شو او ورسره نوي وحشتونه پیل شول. ښځې او ماشومان وتښتول شول، په چړو ووهل شول، سپين ږیري پر بمونو والوځول شول، په جوماتونو کې ځانمرګي بریدونه وشول او د وحشت او جنایت نوې لارې چارې وکارول شوې.

د وحشت دا نوې څپه په داسې حال کې را خوره ده چې امریکايي ځواکونه په خوندي اډو کې دي. نه مالي زیان ویني او نه هم ځاني زیان. دوی یوازې هوايي ځواک کاروي، بې پیلوټه او نورې الوتکې کله کله وسله وال او کله هم ملکي وګړي او زموږ امنیتي ځواکونو په نښه کوي. دوی خوندي دي، خو وحشت زیاتوي. روان وحشت دوه بنسټیز لاملونه لري چې دواړه پر امریکايي ځواکونو را څرخي. دوی کله خپله مخامخ په وحشت او جنایت کې ښکېل وي او کله هم ویل کېږي چې داعشیان او نور وحشیان د دوی په الوتکو کې لېږدول کېږي. دا تورونه جدي دي او له خلکو سره په دې اړه اسناد او شواهد هم شته. که دا خبره یو مخ رد هم کړو، دویم لامل یې بیا هم دوی دي. هغوی چې جګړه کوي پلمه یې د امریکايي ځواکونو حضور او اډې دي. په دې ډول له دواړو اړخونو د جګړې او وحشت یو بنسټیز لامل امریکايي ځواکونه دي.

امریکا بیا زموږ سره ستراتېژيک او امنیتي تړونونه هم لري، چې پکې د اډو په بدل کې زموږ سره د مرستې او زموږ د دښمن پر ضد د ګډې مبارزې خبرې شوې دي. اوس موږ وژل کېږو، په یوه ورځ سل – دوه سوه افغانان وژل کېږي، خو امریکايي ځواکونه په خپلو خوندي اډو کې دي. اوس د امریکايي ځواکونو د خوندي اډو په څنګ کې د وینو ویالې روانې دي. دا څنګه دوستي او څنګه ستراتېژیک او امنیتي تړونونه دي چې یو اړخ خوندي دی او بل د وحشت او وینو په ډنډ کې را ګېر دی!؟ اوس هماغه خبره شوه چې له امنیتي تړون وروسته به امریکايي ځواکونه خوندي وي، خو د افغانانو په کورونو او کلو کې به جګړه او وحشت وي.

اوس په دې اړه د بیا فکر وخت دی. دا دوستي او دا تړونونه نور مسخره شوي. د افغان ژغورنې او له وحشت سره د مقابلې یوازېنۍ لاره دا ده چې د دغو خوندي اډو په اړه له سره پرېکړه وشي. زموږ دوستان او دښمنان باید له سره تعریف شي. همدا د ژغورنې لاره ده. له دې پرته پر دښمن بد ویل او یا د زموږ د امنیتي ادارو کمزوري ګڼل، که څه هم واقعیت دی، خو په خپلو سترګو کې د خاورو شیندلو معنا لري.

Addthis

 




مل پاڼې