جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ولسي جرګه د ولس شرم پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 07 لړم 1396 ساعت 02:34

ولسي جرګه د افغان ولس لپاره په شرم اوښتې ده. وکیلان هره ورځ په لانجو کې وي، یو بل ته بد رد وايي، فزیکي نښتې او یو پر بل بریدونه کوي. څوک د زور خبرې کوي، څوک د وسلې او څوک هم د وژلو او محوه کولو. وکیلان اوس نه یوازې له ولسي جرګې د باندې خلکو ته په عذاب او سردرد بدل شوي، بلکې په ولسي جرګه کې یې کړنې هم خلکو ته رواني شکنجه ورکوي او پرې شرمېږي.

د نړۍ په پارلمانونو کې ستونزې وي، خو دغه ډول فزیکې نښتې او بې شرمۍ په کمو ځایونو کې شته. حیرانوونکې دا ده چې وکیلان اووه کاله په پارلمان کې دي، ځینې یې ان په پخوانۍ دوره کې هم وکیلان وو، خو لا یې هم پارلماني اخلاق او چلند زده نه کړل. لا یې هم زده نه کړه چې پارلمان د خبرو، نظر، بحث، سیاسي مخالفت، د رایې د کارونې او قانوني حرکت ځای دی. اوس هم زور کوي، یو پر بل لاس پورته کوي او د مرګ ګواښونه کوي.

وکیلان به نه شرمېږي، ځکه څوک چې د ملت په کور کې دغه ډول کارونه کوي، نو هغوی ته شرم او بیا د ملت عزت او شرم هېڅ مهم نه دي. دوی په دې وجه هم د شرم احساس نه کوي چې ناقانونه دي. د دوی کاري موده پوره شوې، خو په ناقانونه ډول کار ته دوام ورکوي. د چا چې وجود، دنده، کار، خبره او هر ګام ناقانونه وي، نو هغوی ته قانون، شرم او د ملت حیثیت څه مانا لري!؟

ولسي جرګه رښتیا هم د ولس لپاره په شرم اوښتې، د دوی په کړنو هر افغان د شرم احساس کوي. د ملي وحدت حکومت چارواکو هم په قصدي ډول جرګه همداسې ناقانونه ساتلې او له بله اړخه ښايي د دغه ډول لانجو تر شا د دوی لاس هم وي. دوی غواړي ولسي جرګه ناقانونه او همداسې په خپلمنځي اختلاف کې بوخته وساتي، چې له حکومت سره د حساب کتاب وخت پیدا نه کړي.

ولس غواړي نور له دې شرمه خلاص شي. په ولسي جرګه کې هغه وکیلان چې د دغه شرم برخه نه دي، پکار ده خپل دریځ روښانه کړي. دوی یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې هم باید ثابته کړي چې د دغه شرم برخه نه دي. د دې لپاره دوی باید لومړی خپله ناقانونه دنده پرېږدي او ووايي چې نور ولسي جرګې ته نه ځي. له همدې سره پر یوه وخت دې پر حکومت هم فشار راوړي چې ټاکنې نورې ونه ځنډوي او ژر د ولسي جرګې ټاکنې وکړي.

سیاسي ګوندونه او ټولنې هم باید نور د ولسي جرګې د ناقانونیت پر وړاندې بې توپیره پاتې نه شي. دغه راز پر حکومت باید فشار راوړي چې ټاکنې وکړي او نور د خلکو په سترګو کې خاورې ونه شیندي. لا هم څرګنده نه ده چې د ولسي جرګې ټاکنې به کله کېږي. که څه هم د ټاکنو نېټه د راتلونکي کال سرطان میاشت ښودل شوې، خو هېڅ تضمین نه شته چې دا کار به کېږي. نه حکومت او نه هم د ټاکنو کمېسیون د دې لپاره پوره تیاری لري. دوی لا هم په خپلمنځي لانجو کې دي. له همدې لامله د پاکو وکیلانو، سیاستوالو او ولس فشار پکار دی چې ټاکنې وشي او ولس د ولسي جرګې په نوم له اوسني شرمه خلاص شي.

 

Addthis

 




مل پاڼې