جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



خیالي برېښنايي پېژندپاڼې او د نفاق پروسه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 09 لړم 1396 ساعت 02:14

د نفوسو د احوالو د ثبت په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان پرون په ولسي جرګه کې رد شو. ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال په وروستیو کې د نفوسو د احوالو د ثبت په اړه یو تقنیني فرمان ورکړ. د دغه قانون له مخې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د قوم، ملت او دین کليمو ته ځای ورکړل شوی و. فرمان یوه نیمه میاشت وروسته ولسي جرګې ته واستول شو. تر اوو میاشتو زیات په پارلمان کې پروت و، خو پرون رد شو. په دې ډول تقنیني فرمان نهه میاشتې وروسته رد شو، خو په نهو میاشتو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل نه شو. د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې له حاضرو ۱۲۷ وکیلانو څخه ۸۳ هغو یې د دغه تقنیني فرمان پر خلاف رایې ورکړې.

په برېښنايي پېژندپاڼو کې د قوم، ملت او دین د کلمو په تړاو اوږده جنجالونه وشول. په ملي شورا کې په دې اړه اختلاف و. خلکو لاریونونه هم وکړل، نفاق او اختلاف زیات شول او ستونزې یې پیدا کړې. وروسته په تقنیني فرمان کې دا ستونزه په یو ډول حل شوه. حکومت د تقنیني فرمان له صدور وروسته عملي کار پیل نه کړ او دا چاره یې نهه میاشتې وځنډوله، چې پرون په ولسي جرګه کې فرمان رد شو. اوس ښکاري چې دا لانجه یو ځل بیا له سره پیلیږي. بیا به بد بویه، قومي، له تعصبه ډک او د نفاق بحثونه پیلیږي. ناروغ، متعصب او د پردیو نوکر وکیلان به بیا له دین او افغانیت سره د مخالفت چیغې پیل کړي. دا بحث نفاق، تعصب او اختلافات زیاتوي چې افغانانو ته زهرجن دی.

داسې ښکاري چې نه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل کیږي او نه په دې اړه اراده شته، بلکې یوازې په خلکو کې د نفاق او تعصب د خپرېدو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو خبره کیږي. که حکومت رښتیا پېژندپاڼې ویشلی، نو د تقنیني فرمان له صدور وروسته یې باید د پېژندپاڼو عملي وېش پیل کړی وی. که یوه برخه پېژندپاڼې وېشل شوې وای، نو اوس به ولسي جرګې ته زمینه نه وه برابره شوې چې د نفاق او شقاق دا کیسه بیا له سره پیل کړي. دوی به له یوه تر سره شوي کار سره مخ وو او اړ به وو چې تقنیني فرمان تایید کړي. اوس ښکاري چې ټوله کیسه د نفاق ده، حکومت اسلامیت او افغانیت، چې هېڅکله یې هم په اړه باید اختلافي بحث نه وی شوی، اختلافي کړل. دوی په خلکو کې نفاق او تعصب خپور کړ او لا هم دا کار کوي.

خلک نه برېښنايي پېژندپاڼې غواړي او نه هم په وینو او وحشت کې ورته اړتیا شته. موږ پوره ستونزې لرو او تر دې زیاتې نه شو زغملی. حکومت او پارلمان دې د نفاق او تعصب خپرولو دا خاینانه لوبه ودروي. دوی دې پر افغانیت، اسلامیت او قوم دا سوداګري نوره بنده کړي. خلک به نور دغه نفاق ته اجازه ور نه کړي او په دې اړه د بد بویه بحث او اختلافاتو د دوام زغم ته حاضر نه دي. حکومتي مشران او وکیلان دې پوه شي چې نور یې دغه ډول کارونه د زغم وړ نه دي او د خلکو له توند غبرګون سره به مخ شي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې