جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



برېټانیا مو لا هم په زخمونو مالګه دوړوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 14 لړم 1396 ساعت 02:37

په کابل کې د بریټانیې سفیر نیکولاس کي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې د برېټانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده. نوموړي دغه راز د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه ویلي چې پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري او څنګه یې چې خوښه وي، هسې یې مدیریت کولی شي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو هم بیا بیا ویلي چې ډېورنډ رسمي کرښه ده او دوی په دې اړه د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي. افغان حکومت تل د امریکايي او برېټانوي چارواکو دغه ډول څرګندونو ته سوړ غبرګون ښودلی دی. د برېټانیا د سفیر څرګندونو ته هم یوازې د سرحدونو وزارت غبرګون ښودلی او د سفیر خبرې یې د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف بللې دي. زموږ حکومت په دې اړه کله هم د ولس د ارادې او دریځ تمثیل نه دی کړی. د برېټانیا سفیر د افغانستان د سترو ګټو او ارزښتونو خلاف خبرې کړي دي او پکار ده چې جدي غبرګون ورته وښودل شي. حکومت باید په دې تړاو د برېټانیا سفیر احضار کړي، د بښنې غوښتلو او د خپلې خبرې بېرته اخیستلو ته یې اړ کړي. که اړتیا وي په دې اړه باید د برېټانیا حکومت رسمي څرګندونو او د خبرو تصحېح ته اړ کړي. موږ پوهېږو چې زموږ په حکومت کې نه د دغه ډول کار اراده شته او نه هم جرئت کولی شي چې دا کار وکړي، خو که د افغانانو د ارادې ممثل حکومت وي، نو د دغه ډول کار تمه ترې کېدای شي.

برېټانوي استعمار زموږ پر واحد وجود چاړه کېښوده او دوه ځایه یې کړ، خو پاتې شوني یې لا هم پر دې زخم مالګې شیندي. برېټانوي چارواکي او استازي د دې پر ځای چې له بشریت سره په کړو خیانتونو وشرمیږي، بښنه وغواړي او د جبران لپاره یې کار وکړي، لا هم پر دغو خیانتونو ټینګار کوي. لا هم غواړي دغه خیانت ته دوام ورکړي. ډېورنډ هېڅکله رسمي پوله نه وه او نه هم ده. ډېورنډ یو قوم، یوه کورنۍ او یو ولس په ظالمانه او وحشیانه بڼه سره بېل کړي دي. د برېټانوي ښکېلاک د ظلم، وحشت او خیانت داسې بېلګې په نړۍ کې ډېرې دي. د دوی له خوا شوي ظلم لا هم بشریت له ستونزو سره مخ کړی. لا هم په ځینو سیمو کې جګړه، نښتې او وژنې د هغو کړنو له امله دي چې برېټانوي ښکېلاک کړې دي.

د برېټانوي سفیر خبرو ته به زموږ حکومت وړ غبرګون نه ښيي، خو ولسونه په شدت سره له برېټانیا، برېټانوي ښکېلاک او برېټانوي تاریخ څخه کرکه لري. دوی په عملي ډول د هغو پولو د له منځه وړلو لپاره هڅه کوي چې برېټانوي ښکېلاک ايستلي دي. دوی به هغه کورنۍ، وروڼه او ولسونه سره یو ځای کړي چې برېټانوي ښکېلاک بېل کړي دي. وخت بدلیږي، برېټانوي امپراتوري نشته، کوچنۍ شوې او اوس په کور د ننه له تجزیې سره مخ ده. دا سمه ده چې موږ هم په وینو، وژنو او حشت کې مزل کوو، خو موږ را پورته کېږو او ښکېلاک، ظلم او له بشریت سره خیانت ختمیږي.

Addthis

 




مل پاڼې