جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پر شمشاد برید؛ افغان غږ نه شي بندولی! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 17 لړم 1396 ساعت 03:43

دوو وسله والو پرون پر شمشاد ټلوېزیون برید وکړ، یو کس یې شهید کړ او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. وسله والو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، خو داعش د برید مسوولیت اخیستی دی. برید په کور د ننه او بهر له سخت غبرګون سره مخ شوی، غندل شوی او جنګي جنایت ګڼل شوی دی.

پر شمشاد د برید تر شا څوک دي او هدف یې څه دی؟

داعش؛ د استخباراتي شبکو د وحشیانه اعمالو لپاره یو لاسپاک دی. که څه هم داعش له سره پروژه ده، خو اوس چې کله له ټولو انساني ارزښتونو لرې پېچلي استخباراتي بریدونه کیږي، نو استخبارت د ذهنیت اړولو لپاره داعش کاروي او هغوی یې پړه اخلي.

په افغانستان کې جګړه لا زیاته استخباراتي کیږي، چټلیږي او هر ځای پکې تر برید لاندې راځي. ددې چټلې لوبې پر وړاندې تر ګردو ستر خنډ افغان عامه ذهنیت دی، چې په جوړولو کې یې رسنیو او خبري فعالینو پوره برخه اخیستې ده. که څه هم د دې چټلې لوبې پر ضد او د داعش د ځپلو لپاره کوم ستر پوځي او فزیکي کار نه دی شوی، خو پر وړاندې یې عامه ذهنیت شته. خلک پوهیږي چې داعش د سترو استخباراتو پروژه ده او غواړي په افغانستان کې د سترو وحشتونو له لارې سیمې ته هم وحشت وغځوي. د افغانستان یوه برخه دا حقیقت محسوسوي، رسنۍ او خبریالان دا حقیقت ښکاره کوي او په دې ډول ټول افغانان او ان نړیوال خبریږي چې په افغانستان کې څه لوبه روانه ده. د سیمې استخبارات درک کوي چې اوس یې پر وړاندې کوم پیاوړی فزیکې ځواک نشته، بلکې یوازې عامه ذهنیت او هغوی چې د عامه ذهنیت د روښانولو لپاره کار کوي، د دې چټلې لوبې پر وړاندې ستونزې پیدا کوي. په همدې بنسټ استخبارات اوس د خپلو کرايي داعشي جنګیالیو پر مټ غواړي دغه مرکزونه او افراد په نښه کړي. دوی فکر کوي چې که دا مرکزونه ختم کړي او یا یې وځپي، نو چټله استخباراتي لوبه به یې بریالۍ شي او عامه ذهنیت به بدل کړي. دوی غواړي خپل وحشت او افغان وژنې ته دوام ورکړي، خو غواړي زموږ ژبه او غږ پرې کړي، څو چیغې ونه کړو او قاتل رسوا نه کړو.

داعشیانو، وحشیانو، د هغوی ملاتړو او د روانې چټلې لوبې طراحانو هېره کړې چې اوس دا ستونزمنه ده چې افغان عامه ذهنیت بدل شي. اوس ټول پوهیږي چې داعشیان څوک دي، څوک یې ملاتړ کوي او هدف یې څه دی؟ د افغانستان خلک یوازې اوري نه، بلکې ویني، احساسوي او هر څه یې د سترګو مخ ته تېریږي. وروستی برید هم نه یوازې دا چې له دوی سره هدف ته په رسېدو کې مرسته نه کوي، بلکې لا زیات یې خلک بېداره کړل. برید افغانان او خبریالان لا سره نږدې کړل. یوازې شمشاد هم نه دی، اوس ګڼې رسنۍ، خبریالان، کارپوهان او د افغانستان ټول خلک روانه چټله لوبه درک کوي. موږ مات شوي نه یو، وېرېدلي نه یو، ولاړ یو، غږ مو لا لوړیږي او دا غږ به دومره پیاوړی شي چې دا چټله لوبه ختمه کړي.

Addthis

 




مل پاڼې