جمعه, 03 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امریکا پاکستان ته د جګړې د دوام بدل ورکوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 21 لړم 1396 ساعت 03:47

امریکایي کانګرېس پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د پاکستان د مرستې په بدل کې به دې هېواد ته ۷۰۰ ميلیونه ډالر ورکوي. کانګرېس وايي چې پاکستان امریکايي غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی او ځیني ګامونه یې اخیستي، نو ځکه (۳۵۰) میلیونه ډالره ورکوي او (۳۵۰) میلیونه نور به هغه وخت ورکړي چې پاکستان د امریکايي غوښتنو په پوره کولو کې پوره ګامونه واخلي. امریکا له پاکستان څخه په ظاهره غواړي چې د حقاني شبکې او نورو هغو ډلو پر ضد ګامونه واخلي چې د دوی په وینا په افغانستان کې جګړه کوي.

له پاکستان څخه د امریکا رښتينې غوښتنه همدا ده او رښتیا پاکستان له ترهګرو سره په مبارزه کې ګامونه اخیستي؟

د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره دا خبره کېدله چې پاکستان له سخت فشار سره مخ دی، منزوي کیږي او اړ دی چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. په عملي برخه کې موږ داسې هېڅ نه وینو چې پاکستان رښتیا د فشار احساس کړی وي او په افغانستان کې یې د جګړې له دوام سره مرسته بنده او یا هم کمه کړې وي. نه یوازې دا چې له سولې او امن سره یې مرسته نه ده کړې، بلکې جګړه یې لا ګرمه کړې ده. د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې جګړه زیاته شوې او وسله والو مخالفینو خونړي بریدونه کړي دي. دا جګړه او بریدونه تر پخوا ډېر توپیر لري او تر بل هر وخت زیات شوي دي. دغه راز په جګړه کې د افغانانو وژنه هم له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. یوازې په تېره یوه میاشت کې (۲۵۰۰) افغانان وژل شوي. د جګړې له دې شدت څخه ښکاري چې پاکستان نه یوازې دا چې په افغانستان کې له سولې او ثبات سره کومه مرسته نه ده کړې، بلکې پر عکس یې له نا امنۍ سره مرسته کړې ده. اوس نه پوهېږو چې امریکا به کوم داسې څه ویني چې د وسله والو ډلو پر ضد د پاکستان عملي ګامونه دې وګڼل شي!

هو؛ پاکستان یو کار کړی دی او هغه دا چې پر ډېورنډ کرښه یې اغزن سیم غځولی دی. که څه هم دا چاره په افغانستان کې له امن او ثبات سره هېڅ مرسته نه کوي، خو پاکستان ښايي نړۍ ته همدا ښيي چې دوی د وسله والو پر ضد ګام اخلي. اصلي خبره دا ده چې پر  ډیورنډ کرښه اغزن سیم یوازې د پاکستاني ګټو لپاره غځول کیږي، نه د افغانستان د امن او ثبات لپاره.

اوس باید موږ ومنو چې امریکا له پاکستان څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتنه نه کوي، بلکې اصلي غوښتنې نورې دي. په افغانستان کې سوله او امن یوازې د خلکو د تېر ایستلو لپاره یادیږي. د پاکستان او امریکا یارانه او ګټې ژورې دي. د امریکا پالیسي لا هم افغانستان کې جګړه ده او پاکستان ښايي په افغانستان کې د جګړې د دوام له امله له امریکا مرستې تر لاسه کوي. د جګړې شدت د دې لامل شو چې پاکستان (۳۵۰) میلیونه ډالره تر لاسه کړي، خو دوام او لا زیات شدت به یې د دې سبب شي چې (۳۵۰) میلیونه ډالره نور هم تر لاسه کړي. په افغانستان کې امن، سوله او ثبات د امریکا غوښتنه نه ده او پر پاکستان کله هم د دې لپاره فشار نه راولي. پر دې اساس موږ باید له امریکا او پاکستان دواړو سره پر خپل چلند له سره غور وکړو.

 

Addthis

 




مل پاڼې