دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د غصب مخنیوی په چیغو نه، په عمل کیږي! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 28 لړم 1396 ساعت 03:49

ولسمشر غني وايي، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له ادارې سخت ناراضه دی او د غصب ټولې قضیې به له یوې مخې د سترې محکمې له خوا وڅېړل شي. نوموړي پرون عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په وړاندې ځنډ ولیدل شي، دواړې ادارې به لویې څارنوالۍ ته ولېږدوي. ښاغلي غني دغه راز وویل چې له دې وروسته د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د هر والي، قوماندان او ښاروال دنده ده.

دا څووم ځل دی چې ولسمشر د ځمکو د غصب په اړه دغه ډول خبرې کوي، خو په عمل کې هېڅ هم نشته. تېر کال یې په ننګرهار کې امنیتي چارواکو ته وویل چې پر غاصبینو ډزی وکړئ او ویې وژنئ. دغه راز تېر کال یې په درېیم ملي ښاري کنفراس کې هم ویلي وو چې حکومت به راتلونکی کال د ځمکو د غصب پر مسئلې ډېر تمرکز وکړي. نوموړي په ګڼو نورو غونډو کې هم ویلي چې غصب ورته د زغم وړ نه دی او له عاصبینو سره به پرېکنده عمل کوي، خو لا نه یوازې غصب شوې ځمکې را ګرځول شوې نه دي، بلکې غصب لا روان دی.

که څه هم لویه برخه ځمکې په پخواني حکومت کې غصب شوې دي، خو ډېرې پاتې ځمکې تازه د ملي وحدت په حکومت کې غصب شوې دي. رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۱،۳ میلیونه جرېبه ځمکه غصب شوې ده. د وړو غاصبینو پر ضد ځیني ګامونه اخیستل شوي او لږ ځمکې را ګرځول شوې دي، خو لوی غاصبین د پخوا په شان په واک کې دي، ځواک لري او حکومت یې پر ضد د ګام اخیستلو اراده نه لري. په غصب کې وسله وال مخالفین، داعش، ای اېس ای او یا نور بهرنیان نه، بلکې حکومتي چارواکي، وزیران، والیان، ولسوالان، قوماندانان، جنرالان او د هغوی خپلوان ښکېل دي. همدا اوس داسې کسان په ارګ او اجرایه ریاست کې شته چې ځمکې یې غصب کړې دي. د ولسمشر په کابینه کې داسې کسان شته چې ځمکې یې غصب کړې، څو داسې والیان او امنیه قوماندانان شته چې نه یوازې پخوا یې غصب کړی، بلکې اوس هم غصب کوي. دغه راز لوی غاصبین یا خپله چارواکې دي، یا د چارواکو خپلوان دي او یا یې هم چارواکي مخامخ ملاتړ کوي.

که ولسمشر رښتیا غواړي چې له غصب سره مبارزه وکړي، لاره یې چیغې او بې عمله ګواښونه نه دي. که ستره محکمه یا لویه څارنوالي هم په دې چاره کې را ګډه شي، ستونزه نه حلیږي. ستره محکمه او لویه څارنوالي خپله د فساد په ډنډونو بدل شوي دي. د غصب او غاصبینو سره د مبارزې لپاره پرېکنده ګامونه پکار دي. خبرې نه، عمل په کار دی. د غاصبینو پر ضد مبارزه باید له لویو غاصبینو پیل شي، له هغو باید پیل شي چې په حکومت کې چارواکي دي، واک لري، ځواک لري او حکومت یې ملاتړ کوي. که لوی غاصبین محاکمه شي، واړه خپله تښتي او غصب شوې ځمکې پریږدي.

Addthis

 




مل پاڼې