دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پر کونړ د راکټونو باران او د چارواکو سکوت پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 29 لړم 1396 ساعت 03:54

پاکستان یو ځل بیا له څو ورځو راهیسې پر کونړ توغنديز بریدونه پیل کړي دي. سلګونه توغندي په کونړ کې لګېدلي، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ډېرو خلکو خپلې سیمې پرې اېښې او ګڼ کورونه په دغو بریدونو کې ړنګ شوي دي. ارګ او نور لوړپوړي چارواکي پر دې چاره پټه خوله دي، خو یوازې سیمه ییز چارواکي کله نا کله دا بریدونه غندي. اوس تازه ویل شوي چې له بریدونو سره یو ځای پاکستاني ځواکونه له ډیورنډ کرښې را اوښتي او دې خوا یې د اغزن سیم د غځولو کار پیل کړی دی. د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت وایي، پاکستاني ځواکونه د دغه ولایت په سرحدي ولسوالیو کې سلګونه متره له کرښې دې خوا راغلي دي. دور بابا، مومنددره او لعلپوره د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي، چې پاکستاني ځواکونه پکې له کرښې دې خوا راغلي او اغزن سیم غځوي.

د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه دا سکوت څه معنا لري؟

پر افغان خاوره د پاکستان راکټي بریدونه نوې ستونزه نه ده، پخوا هم دا ستونزه وه او پخواني حکومت هم کله دغه بریدونو ته وړ غبرګون ونه ښود. د پخواني حکومت چارواکو به ویل چې دوی ځوابي ګام نه شي اخیستلی، ځکه داسې وسلې نه لري چې اصلي ځایونه وولي، خو که دوی هم ړانده توغندي ولي، نو د ډیورنډ کرښې په هغه لوري کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې هغه هم افغان ولس دی. دا چې د دوی ځواب څومره سم دی، دا قضاوت تاریخ ته پرېږدو، خو اوسنی حکومت نه یوازې ځواب نه وايي، بلکې سکوت یې هم کړی. ویل کیږي چې دا بریدونه د دې لپاره کیږي چې ځیني سیمې خالي شي، څو هلته داعش او نورې وسله والې ډلې ځای پر ځای شي. دغه راز پاکستان پر ډیورنډ کرښه تمرکز زیاتوي او غواړي لا نورې سیمې هم لاندې کړي. دا سمه ده چې موږ د ورته عمل توان نه لرو، خو څو کارونه کېدلی شي چې د ملي وحدت حکومت نه دي کړي. لومړی دا چې دا بریدونه باید وغندل شي، حکومت باید خپل دریځ څرګند کړي او که اړتیا شي په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې دې غږ پورته کړي. دویم دا چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړونونه لري چې له مخې یې امریکا پر افغانستان د برید پر مهال پر ګام اخیستو مکلفه ده. که څه هم دا تړون د ملي وحدت حکومت چارواکو په پټو سترګو لاسلیک کړی، خو بیا هم امریکا مکلفیت لري چې دغو بریدونو ته غبرګون وښيي. اوس د ملي وحدت حکومت نه خپله دغو بریدونو ته غبرګون ښيي او نه هم له امریکا غواړي چې یا پر پاکستان فشار راوړي چې دا بریدونه بند کړي او یا دې ورته غبرګون وښيي. د ملي وحدت حکومت خو د امریکا هرې غوښتنې ته مثبت ځواب وايي او پر هر جنایت یې سترګې پټوي، اوس د پاکستان بریدونو او جنایتونو ته هم غلي دي. دا ډول حالت به ولس ونه زغمي. چارواکو ته پکار ده چې د پاکستان توغنديزو بریدونو ته غبرګون وښيي او له امریکا هم وغواړي چې په امنیتي تړون کې راغلي مکلفیتونه ترسره کړي.

Addthis

 




مل پاڼې