دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نوې امریکايي تګلارې څه بدل کړل او څه بدلوي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 05 ليندی 1396 ساعت 03:43

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له ان بي سي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې له اعلان ۹۰ ورځې تېرېږي، خو لا هم د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلونونه نه دي راغلي. د نوموړي په وینا جګړه د پخوا په څېر روانه ده، خو امریکايي ځواکونو ته نوي صلاحیتونه ورکړل شوي، چې د جګړې روان حالت به بدل کړي. نوموړي دغه راز روسیه له طالبانو پر ملاتړ تورنه کړې او ویلې یې دي چې روسیه طالبانو ته سپکې وسلې ورکوي.

امریکايي تګلارې تر اوسه څه بدل کړي او رښتیا څه بدلولی شي؟

د تګلارې له اعلان وروسته یو بدلون راغلی او دا بدلون ښکاره دی. د امریکا په تګلاره کې تمرکز پر جګړه دی او جګړه زیاته شوې ده. له دواړو اړخونو بریدونه زیات شوي. امریکايي ځواکونو پر طالبانو سخت بریدونه کړي او هغوی هم په ځوابي بریدونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو تمرکز کړی، چې لویه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. له دواړو اړخونو ستره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته هم اوړي. کله چې وسله وال له ټنونو چاودېدونکو توکو ډک موټر له یو نظامي هدف سره جنګوي، نو سخته ده چې ملکي وګړي خوندي شي. بیا چې نظامي هدفونه څومره ملکي سیمو ته نږدې وي او یا بریدونه په ملکي سیمو کې کېږي، د مرګ ژوبلې دا کچه زیاتیږي. امریکايي ځواکونه او ملګري یې هم په ملکي مرګ ژوبله کې تر مخالفینو کم نه دي. بیا بیا په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي. په ځینو ځایونو کې وسله وال او ملکي وګړي ګډ وي، خو په ځینو سیمو کې هدف پوره ملکي وي او ښکاري چې په قصدي او شعوري ډول ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د امریکا نوې تګلارې جګړه زیاته کړې او وحشت زیات شوی. نه یوازې د جګړې د ښکېلو افغان لورو مرګ ژوبله، بلکې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده. د جګړې د شدت پایله هم دا نه ده چې وسله وال مخالفین مات شوي، په ځینو سیمو کې په شا تمبول شوي. پرته له دې چې وسله وال مات شي او یا له ځینو سیمو په شا کړل شي، جګړې زور اخیستی دی. که د جګړې په شدت سره مخالفین مات شوي وی او یا هم په شا شوي وی، ښايي بیا هم د جګړې شدت توجیه شوی وی. اوس جګړه زیاته شوې، خو پرته له کومې لاسته راوړنې. په دې ډول د امریکا نوې تګلارې د مخالفینو له ماتې او کمزورۍ پرته افغان وژنه زیاته کړې ده. نور امریکايي ځواکونه به هم راشي، جګړه به نوره هم زیاته شي، امریکايي ځواکونو به لا زیات هوايي ځواک وکاروي، خو دا چاره به له امن او ثبات سره مرسته ونه کړي. امریکايي تګلاره یوازې وحشت او جګړه زیاتوي، افغانان به لا زیات ووژل شي، کلي به ړنګ شي او خلک به له خپلو کورونو بې ځایه شي. دا تګلاره د دې لپاره نه ده چې مخالفین مات شي، یا کمزوري شي او افغانستان ته امن او ثبات را وګرځي. په تېرو ۱۶ کلونو کې هر کال تر بل کال خونړی و، ښکاري چې همدا حالت دوام کوي.

Addthis

 




مل پاڼې