دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



محقق پر افغان خاوره داعشي وحشت توجیه کوي! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 06 ليندی 1396 ساعت 04:11

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ايران په پلازمېنه تهران کې د "محبان اهل البيت" په نامه يوې غونډې ته په وینا کې په سوریه او عراق کې جنګېدونکو شیعه افغان جنګیالیو ته د بریا مبارکي ویلې او له هغوی یې مننه کړې ده. نوموړي په دې غونډه کې ویلي:  «زه له هغو جنگياليو مننه کوم چې په دغو جگړو کې يې همکاري کړې. له عراقه نيولې د ايران، سوريې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو د جنگياليو چې په دغو جگړو کې يې گډون کړى مننه کوم. په حقيقت کې دا د کفر او استکبار د توطيو پر وړاندې د اسلام جگړه وه». محقق همدا راز په دې غونډه کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د ايران «سپاه پاسداران» د قومندان قاسم سليماني ستاینه هم کړې ده.

د محقق خبرو ښکاره کړه چې دی نه یوازې دا چې د سوریې او عراق جګړې ته د افغانانو له لېږلو سره مخالف نه و، بلکې دا کار یې سم ګڼلی او ښايي په دې برخه کې یې مرسته هم کړې وي. دا خبره هغه وخت لا جدي کیږي چې کله فکر وکړو، محقق د حکومت لوړپوړی چارواکی او د اجرائیه ریاست دویم مرستیال دی. نوموړی نه یوازې دا چې خپله چارواکی دی، بلکې په حکومت کې وزیران، والیان، مرستیالان، رییسان، قوماندانان او ګڼ نور چارواکي د ده په خوښه او وړاندیز ګومارل شوي دي. په دې ډول محقق نه، بلکې د حکومت یوه برخه په ښکاره د سوریې او عراق جګړې ته د افغانانو له لېږلو سره موافقه ده، دا کار سم ګڼي او ښايي په دې برخه کې به یې مرسته هم کړې وي. ان د دې شونتیا هم شته چې محقق او ملګرو به یې سوریې او عراق ته د جنګیالیو د لېږلو په برخه کې له دولتي امکاناتو هم ګټه پورته کړې وي.

د سوریې او عراق جګړو ته د افغانانو لېږل له ټولو ملي او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، چې ایران او د هغوی ښکاره او پټ جاسوسان او لاسپوڅي یې کوي. له بده مرغه په دې اړه زموږ حکومت هم شرموونکې چوپتیا غوره کړې ده. سره له دې چې په دې اړه بیا بیا کورنیو او نړیوالو رسنیو، سازمانونو او د بشري حقونو مدافعینو معلومات خپاره کړي دي، خو حکومت زبون وهلی دی. خبره یوازې دا هم نه ده چې افغانان د جګړې لپاره سوریې او عراق ته ځي او دا کار له افغانانو ناسمه استفاده ده، یا دا چې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، بلکې دا یوه خطرناکه لوبه ده چې افغانستان ته یو بل اور راوړي. کله چې افغانان سوریې او عراق ته د جګړې لپاره ځي او زموږ چارواکي یا د دې کار ملاتړ کوي او یا پرې غلي دي، نو طبیعي ده چې هلته به داعش او نورې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې غبرګون وښيي. دوی په حقیقت کې داعش ته په افغانستان کې کمپاین کوي. محقق په دې خبرو سره اصلاً پر افغان خاوره د داعش وحشت توجیه کوي، ځکه د دې مانا دا ده چې موږ په داعش پسې په خپله خوښه عراق او سوریې ته ورغلي یو. سوریې او عراق ته د افغانانو لېږل افغانستان ته د داعش او نورو ډلو د وحشت د را لېږدولو هڅه ده. پر دې چاره چوپتیا دا مانا لري چې داعش او نورې ډلې باید افغانستان ته راشي او دلته وحشت وکړي. د محقق کیسه خو روښانه شوه، خو د حکومت کیسه هم باید روښانه شي. حکومت باید خپل دریځ معلوم کړي چې دوی هم د محقق په شان داعش ته کمپاین کوي او که کومه بله لاره لري؟

 

Addthis

 




مل پاڼې