دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



که حکومت سم وي، له سیاسي مخالفته ولې وېریږي!؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 12 ليندی 1396 ساعت 04:17

د ملي یووالي حکومت ګڼ سیاسي مشران په کندهار کې را ټول شول او پر حکومت یې توندې نیوکې وکړې. غونډې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه سیاستوال ورغلي وو، خو لویه برخه ګډونوال یې د ملی شورا غړي وو. په غونډه کې دغه راز د کندهار قومي مشرانو او عامو خلکو هم برخه اخیستې وه. حکومت په ظاهره ویلي چې سیاسي مخالفت او غونډې  چې د اساسي قانون او ملي ګټو سره سمې وي، د خلکو حق دی، خو په عملي برخه کې یې غونډې ته د ستونزو را پیدا کولو هڅې کړې دي.

د حکومت د دغو سیاسي مخالفینو هدف څه دی او چارواکو ولې د دې غونډې مخالفت کاوه؟

له شک پرته په کندهار کې را ټول شوي مخالفین هم ټول پاک او سم خلک نه دي. د دوی اهداف او تېرې کړنې هم له چا پټې نه دي، خو مانا یې دا نه ده چې حکومت په سم لوري روان دی او مخالفین یې بد خلک دي او بدې ارادې لري. له بده مرغه ولس د بد حکومت او د هغه د بدو سیاسي مخالفینو په منځ کې را ګیر دی. ځیني سم چارواکي او سم سیاسي مخالفین به هم وي، خو بد دومره ډېر دي چې پر سمو یې سیوری غوړولی دی.

دا روښانه ده چې حکومت د غونډې مخالفت کاوه. ټاکل شوې وه غونډې ته د بلخ والي عطا محمد نور او د جنبش ګوند سرپرست باتور دوستم هم ورشي، خو په مزار شریف کې یې الوتکې ته د الوتنې اجازه ور نه کړل شوه. که څه هم وروسته ستونزه تخنیکي وګڼل شوه، خو ټول پوهیږي چې سیاسي لاملونه د دې ستونزې تر شا وو. له بله اړخه له عطا محمد نور سره د پټې معاملې خبره هم کیږي چې په بدل کې یې هغه د کندهار په غونډه کې د نه ګډون هوکړه کړې ده. حکومت ګڼو نورو کسانو ته هم پټ او ښکاره پیغامونه لېږلي وو چې په دغه غونډه کې ګډون ونه کړي. په ټولنیزو رسنیو او ځینو کړیو کې داسې خبرونه هم خپاره شول چې ګواکي غونډه له امنیتي ګواښونو سره مخ ده، چې له شک پرته لامل یې دا وو چې غونډه پیکه او کمرنګه کړي. په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت پلوو او هغو کسانو له خوا چې تور دی حکومت ورته معاش ورکوي، د غونډې ګډونوالو ته له حده ډېر پوچ او سپک هم وویل شول. ان په دې چاره کې دولتي منسوبینو او مامورینو ښکاره ونډه درلوده.

طبیعي ده پر حکومت به نیوکې کیږي، فشار به پرې راځي، خلک به غونډې کوي او سیاسي اېتلافونه به جوړوي، خو حکومت یې باید وزغمي. سیاسي مخالفت د هر چا حق دی، دا چې انګېزې او لاملونه یې څه دي، پېچلی بحث دی، خو که حکومت د دغه ډول غونډو مخه نیسي، یا یې تخریبوي او یا یې هم پر ضد دسیسې جوړوي، دا ناسم او ناقانونه کار دی. هر حکومت سیاسي مخالفین لري، ښايي کله کله سیاسي مخالفین توند او تېز شي، خو دا هېڅکله د دوی پر وړاندې د حکومت ناقانونه کار او یا سپکې سپورې نه شي توجیه کولی.

تر دې مهمه دا ده چې حکومت باید له داسې غونډو ونه وېریږي. که حکومت سم او قانوني وي، کارونه یې هم سم او قانوني وي او ولسي ملاتړ ولري، نو بیا ولې د څو سیاسي مخالفینو له مخالفته وېریږي!؟ چارواکي دې واکمني کوي او سیاسي مخالفین به یې مخالفت کوي. دا طبیعي چاره ده، حکومت دې زغم ولري او له دسیسو، تخریب، مخنيوي او ناسمو کارونو دې ډډه وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې