دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



امريکا له پاکستان څه غواړي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 14 ليندی 1396 ساعت 03:44

د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره یې خبرې کړې دي. نوموړي د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. په ظاهره ویل کیږي چې د دوی خبرې له طالبانو، په تېره له حقاني شبکې سره د پاکستان د ملاتړ پر ادعاوو متمرکزې وې. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، عباسي له مټيس سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دی او یادونه یې کړې چې په افغانستان کې سوله پاکستان ته هم مهمه ده.

پاکستان ته د امریکايي چارواکو د سفر موخه څه ده او دا چاره پر افغان سوله او امن اغېز لري؟

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې یوازې د افغانستان بحث مهم نه دی، بلکې نورې ګڼې چارې شته چې د امریکا او پاکستان اړیکې یې پر محور را څرخي. پاکستان په یوه مهمه سیمه کې د امریکا ستراتېژیک ملګری دی. په داسې سیمه کې چې افغانستان له پښو لوېدلی او کمزوری دی، له ایران سره د امریکا اړیکې ښې نه دي، د امریکا ستر سیال چین په دغه سیمه کې دی، دغه راز د امریکا بل سیال روسیه هم پر سیمه اغېز لري او ورته مهمه ده. که څه هم امریکا له هند سره نږدې اړیکې لري، خو هند پخوا تر امریکا زیات روسیې ته نږدې پاتې شوی دی. تر دې ور اخوا په منځني ختیځ کې له امریکايي پروژو سره د پاکستان مرسته هم مهمه ده. د پاکستان اټومي پروګرام او اسلامپالو ته د دغه ځواک د لېږد وېره او ګڼ نور داسې مسایل شته چې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې مهم دي.

اوس چې امریکايي چارواکي پاکستان ته ځي، نو مانا یې دا نه ده چې اجنډا به یې یوازې افغانستان وي، بلکې د خبرو لپاره ګڼ نور مهم ټکي هم شته. د افغانستان په تړاو به هم بحثونه کیږي، خو نه ښکاري چې دا بحثونه به له افغاني غوښتنو سره سم وي. که څه هم امریکايي چارواکي په ظاهره بیا بیا دا خبره کوي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د حقاني شبکې پر ضد ګام واخلي او طالبان سولې ته حاضر کړي، خو داسې نه ښکاري چې امریکا به په دې خبره کې جدي او رښتینې وي. که څوک پاکستان پېژني او د امریکا او پاکستان پر اړیکو پوهیږي، نو دا هم درک کوي چې پاکستاني چارواکي د امریکا غوښتنو ته د "نه" ځواب نه شي ویلی، نو ځکه شک پیدا کیږي چې امریکا به په رښتیا له پاکستانه هغه څه غواړي چې په ظاهره یې وايي.

له بله اړخه امریکا لا هم په افغانستان کې پر جګړه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې پوهیږي، په دې ډول جګړه نه ختمیږي. امریکا پر دې هم پوهیږي چې د جګړې د ختمولو یوازېنۍ لاره پر پاکستان فشار دی، خو بیا هم اصلي تمرکز په افغانستان کې پر جګړه دی. له دې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هدف یې د جګړې دوام دی. پر پاکستان رښتینی فشار نشته چې له سولې او امن سره مرسته وکړي، بلکې دا خبرې یوازې د عامه ذهنیت لپاره کیږي.

Addthis

 




مل پاڼې