دوشنبه, 27 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په جګړه ټینګار او زیاتېدونکې ملکي مرګ ژوبله پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 15 ليندی 1396 ساعت 04:10

یوناما وايي چې په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله تر پخوا زیاته شوې ده. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي چې ورسره جوخت د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. د یوناما په یوه راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو  نهو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپیان دي، چې د تېر په پرتله ۵۲ سلنه لوړوالی ښيي. بل لور ته د ملکي وګړو د خوندیتوب ګروپ بیا ویلي، چې یوازې په تېره میاشت کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د جګړې شدت په طبیعي ډول د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتوي. څومره چې د افغانستان په کلو او بانډو کې پر جګړه او هوايي بریدونو تینګار کیږي، په همغه کچه ملکي مرګ ژوبله زیاتیږي. همداسې څومره چې په ښارونو او نورو سیمو کې چاودونو ته زور ورکول کیږي، په همغه کچه ملکي مرګ ژوبله زیاتیږي. په دې ډول پر جګړه ټینګار مخامخ د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې سره تړلې چاره ده. هغوی چې په جګړه ټینګار کوي د ملکي وګړو ژوند ته اهمیت نه ورکوي او د دې مرګ ژوبلې اصلي لاملین دي.

که څه هم د افغانستان په کلو او بانډو کې د جګړې یوه اوږده ناکامه تجربه زموږ مخ ته پرته ده، خو بیا هم پر دې بې پایلې او ناولې جګړې ټینګار کیږي. امریکا وايي چې طالبان به د جګړې له لارې ختموي. له همدې امله هوايي بریدونه ډېروي. یوازې په تېره اګسټ میاشت کې یې ۷۵۱ هوايي بریدونه کړي وو. که څه هم په دې بریدونو کې ګڼ طالبان وژل شوي، خو لویه برخه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته هم اوښتې ده. دې چارې نه یوازې دا چې طالبان مات کړي نه دي، بلکې هغوی ستر بریدونه کړي دي. طالبان هم فکر کوي چې امریکايي ځواکونه ماتوي او ان وايي چې مات کړي يې دي. هغوی دا فکر کوي چې حکومت به نسکوروي او بیا به واک ته رسیږي. له همدې امله پر جګړه ټینګار کوي. له دواړو اړخونو پر جګړه دغه ټینګار د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

جګړه او وحشت زیاتیږي، له دې سره اصلي او لویه برخه قربانیان ملکي وګړي دي، خو یو لوری هم له خپله اړخه د ملکي وګړو د خوندیتوب په موخه کوم کارنده ګام نه اخلي. له دواړو اړخونو تل هڅه کیږي چې بل لوری د ملکي وګړو پر وژنې تورن کړي او خپل ځان پاک وښيي، خو رښتیا دا دي چې دواړه لوري ملکي وګړي وژني. ډېری بریدونه مخامخ په ملکي اهدافو کیږي او په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدای. دغه راز ځیني بریدونه داسې وي چې بریدګر پوهیږي تر خپل دښمن ډېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، خو د دې له امله چې د ملکي وګړو ژوند ورته مهم نه دی، بریدونه کوي او ملکیان هم وژني.

د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي بنسټیزه لاره د روانې جګړې او زیاتېدونکي وحشت پر ضد درېدل دي، خو که دا چاره ستونزمنه وي، لږ تر لږه ښکېل لوري باید له خپله اړخه ځیني عملي ګامونه واخلي او په عمل کې ثابته کړي چې د ملکي وګړو ژوند ورته مهم دی.

Addthis

 




مل پاڼې